۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د نرګس سادات او اسماعیل مشعل د نیول کېدو په غبرګون کې په جلاوطنۍ د ازادهګانو غورځنګ او د ځواکمنو ښځو مرکزي خوځښت وایي، دوی مجرمین نه دی او باید ژرترژره خوشي شي.
په جلاوطنۍ کې د آزادهګانو غورځنګ او د ځواکمنو ښځو مرکزي غورځنګ چهارشنبه د سلواغې پر ۲۶ د یوه اعتراضي لاریون په ترسره کولو د ښځو د حقونو فعالې او د رهبرۍ شورا غړې نرګس سادات او د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دوی له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي چې د خپلو دندو له مخې د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي او عدالت ورته وغواړي.
دوی زیاته کړه: «ولې نړیواله ټولنه د افغانستان د اعتراض کوونکو ښځو په اړه چوپه خوله ده؟»
د يادونې وړ ده، چې اسماعيل مشعل څه موده وړاندې د طالبانو له خوا د نجونو پر زدهکړو د بنديز پر ضد د لاريون په تور نيول شوى و.
وروسته نرګس سادات د تېرې شنبې ورځې ماسپښین د کابل په پلسرخ سیمه کې د طالبانو له خوا ونیول شوه.