د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې په رسمي اعلامیې کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې د کندهار – سپین بولدک پر لار یې طالب ځواکونو ته زیان اړولی دی. که څه هم دا پېښه خپله هم ارزښت لري، خو کله چې د بدخشان له وروستیو تحولاتو (هلته چې ازادۍ جبهه او نوې جوړه شوې سپاهیان میهن جبهه له طالبانو سره په جګړو بوخت دي او ولسي اعتراضونو هم سر راپورته کړی) سره یو ځای شي، ارزښت یې لا ډېرېږي.
د افغانستان د متحدې جبهې په اړه تر ټولو مهم ټکی د دې جبهې د مشرتابه او اصلي غړو قومي هویت دی: پښتانه. سمیع سادات خپله هم پښتون دی او د نوموړی د جبهې ټولنیز بنسټ هم تر ډېره له پښتنو جوړ دی. که وکتل شي، دا واقعیت د طالبانو پر ضد جګړه کې ښه په درد لګېږي. هغه نیوکې چې د طالبانو ضد وسلهوالو جبهو پر وړاندې کېږي، د هغوی د پرېکړو په جوړښت کې د پښتنو کمرنګه ونډه ده. له همدې امله ځینې کسان ادعا کوي چې د طالبانو پر ضد اوسنی مقاومت قومي – سمتي بڼه لري او تر ډېره د غیرپښتنو له خوا رهبري کېږي. د طالبانو ملاتړو هم همدا ادعا په بل ډول تبلیغ کړې څو طالبان د «پښتنو د ګټو د ساتونکو» په توګه معرفي شي. په داسې شرایطو کې د یوه پښتون جنرال عملي حضور چې د هېواد په سویل کې نظامي مخینه هم لري، د دغه ناسم تصور پر وړاندې یو ډول ځواب ګڼل کېدای شي: دا چې له طالبانو سره جګړه ګواکې له پښتنو سره د جګړې په مانا ده. اوس چې د طالبانو پر ضد د جګړې غږ له هماغې ټولنې څخه پورته شوی چې طالبان یې د استازیتوب ادعا کوي، جګړه هم خپل ماهیت بدلولی شي.
پر دې سربېره، د جګړې ډګر ته د سادات ننوتل هم د وسلهوال مقاومت په اړه د پښتنو د سیاسي او فکري نخبهګانو د دریځ په بیا تعریف کې بېاغېزې نه دی. تر اوسه ګڼو پښتنو نخبهګانو محتاط دریځ نیولی او تر ډېره یې له جګړې سره مخالفت څرګند کړی او خبرې د ستونزې د هواري اغېزمنه او لږ لګښت لرونکې لار بولي. د همدغو نخبهګانو دوامدار احتیاط، په عملي توګه طالبانو او د هغوی ملاتړو ته دا زمینه برابره کړې چې جګړه د یوه قومي روایت (پښتانه د نورو پر وړاندې) په چوکاټ کې تعریف کړي. د دغې چوپتیا او احتیاط رېښه په دغه واقعیت کې نغښتې ده: د تاجکانو له خوا د جګړې رهبري. له همدې امله، د پښتنو نخبهګانو د پام وړ برخه له دغو جبهو سره د همکارۍ لپاره چمتو نه ده. اوس د پښتنو له لوري د متحدې جبهې د فعالیت پیل ښايي پښتنو نخبهګانو ته هغه «رواني جواز» برابر کړي چې له وسلهوال مقاومت سره یوځای شي. البته، دا اغېز له یوه مهم شرط سره تړلی: دا چې د متحدې جبهې فعالیت دوام ومومي او پراخ شي. که دا خوځښت یوازې د څو بریدونو تر کچې محدود پاتې شي، شونې نه ده چې د طالبانو پر وړاندې د پښتنو عامه افکار راوپارېږي. خو که دا جبهه وکړای شي په کندهار او نورو پښتون مېشتو سیمو کې خپل حضور ټینګ کړي، ورو ورو به داسې روایت رامنځته شي چې پکې د طالبانو مخالفت نور د پښتنو له قوم سره مخالفت ونه ګڼل شي، بلکې د هغې ټولنې د حقونو دفاع وګڼل شي چې طالبان یې د استازیتوب ادعا کوي.
د عملیاتو د پیل ځای هم ماناداره دی: کندهار (د طالبانو د ځواک اصلي مرکز او د دې ډلې د مشر خوندي سنګر). دا انتخاب تصادفي نه، محاسبه شوی دی او ځانګړی پیغام لري. کندهار طالبانو ته یوازې یو عادي ولایت نه، بلکې د راټوکېدو ځای، اصلي مرکز، پناهځای او د مهمو پرېکړو مرکز ګڼل کېږي. اوس چې د متحدې جبهې عملیات د کندهار – سپین بولدک له مهمې لارې پیل شوي، هغه تصور چې ګواکې کندهار طالبانو ته یو بشپړ خوندي سنګر دی، تر پوښتنې لاندې راغلی دی. دا په تېرو نږدې پنځو کالو کې لومړی ځل دی چې طالبان هممهاله ځان له دوو اړخونو له ګواښ سره مخ ویني: شمال او سویل. که دا وضعیت دوام ومومي، طالبان به خپلې سرچینې په دوو جغرافیو کې ووېشي او د مانور وړتیا به یې کمه شي.
د دې کیسې بهرنۍ اړخ هم مهم دی: د امریکا احتمالي لاسوهنه. سمیع سادات له کلونو راهیسې په امریکا کې مېشت دی او د جبهې بنسټ یې هم په همدغه هېواد کې ایښی او ښه دفتر او اداري تشکیلات هم لري. د جمهوریت پر مهال د سادات او امریکايي پوځي چارواکو نږدې اړیکې، په امریکا کې د هغه ښکاره حضور، هغه هم د کوربه له خوا له محدودیت پرته د طالبانو پر ضد څرګند دریځونه، د پام وړ ټکي دي. مهمه دا چې د یوه واکمن او په غوره وسلو سمبال رژیم پر وړاندې جګړه، پراخو مالي او غیرمالي سرچینو ته اړتیا لري او دا له بهرني ملاتړ پرته شونې نه ده. که ټاکل شوې وي چې متحده جبهه وغواړي لنډمهالی او سیمبولیک خوځښت نه، بلکې پر دوامدارې هغې بدله شي، پراخو سرچینو ته اړتیا لري. پورتنیو نښو ته په کتو ښايي امریکا د دغې جبهې د اړتیا وړ سرچینو په برابرولو کې ونډه واخلي. البته په قطعي توګه د امریکا د رسمي او نارسمي ملاتړ په اړه څه نه شي ویل کېدای، خو پورتنۍ نښې، اټکلونو ته لاره برابروي.




