• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له اتلولۍ تر جبري حذف پورې؛ د طالبانو له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته د ښځینه ورزشکارانو وضعیت

بهنیا بهنیا
۲۹ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1787243131]
Exclusive

Exclusive

د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ افغانستان په یوه ژور بحران کې ډوب کړی؛ نړیواله انزوا او له حقونو د ټولنې د نیمایي برخې محرومیت. د انحصاري واکمنۍ، ځپنې او محرومیت له امله ښځې له زده‌کړو، ورزش، کار او ټولنیزو فعالیتونو بې‌برخې شوې او د شلو کالو لاسته راوړنې یې له منځه تللې دي. ورزش چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې یې جنسیت نه پېژاند، د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته ښځې د ورزش له ټولو برخو حذف شوې دي. په دغه راپور کې د ښځینه ورزشکارانو کیسې را اخلو؛ د هغو ویاړمنو مېرمنو چې له ارزښتناکو لاسته راوړنو سره سره، د ډوډۍ موندلو او د ژوند د خوندي کولو په اندېښنو کې هېرې شوې او ځينې یې اوس په پردیو هېوادونو کې سختې ورځې شپې سبا کوي.

رمزیه سعیدي له هغو ورزشکارانو ده چې لس کاله یې د «رستمي غیږنیونې» او «تکواندو» په برخو کې فعالیت کړی؛ داسې کلونه چې له ډېرو لاسته راوړنو او سختیو سره مل و او نوموړې یې د هېواد له تکړه ورزشکارانو وګرځوله. خو پر ورزش له بندیز وروسته، نوموړې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له سختو ورځو سره مخ شوه او په پای کې مجبوره شوه چې له هېواده ووځي. په پردي وطن کې ژوند او ورسره ملې ستونزې، د ورزش دوام ورته پر داسې ارمان بدل کړی چې ترلاسی یې ډېر ستونزمن ښکاري.

نوموړې د ورزشي فعالیت په ترڅ کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي. له مهمو لاسته راوړنو یې یوه په ترکمنستان او اندونیزیا کې په دوو نړیوالو سیالیو کې ګډون و. نوموړې په رزمي برخه کې د لومړي مقام په ترلاسه کولو وتوانېده چې د نړۍ له ۶۰ څخه د زیاتو هېوادونو په منځ کې د افغانستان بیرغ ورپوي.

نوموړې په ویاړ، خو د پنځو کالو د محرومیت په اړه داسې وايي: «د ورزش پر مهال مې خپلې کورنۍ او هېواد ته ډېرې لاسته راوړنې راوړې دي. په دوو نړیوالو سیالیو کې چې د اسیا په کچه او د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، په ترکمنستان او اندونیزیا کې ترسره شوې او د نړۍ له ۶۰ څخه زیاتو هېوادونو پکې ګډون کړی و، برخه واخیسته او لومړی مقام مې ترلاسه کړ. په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې مې هم ډېر مډالونه وګټل. په کورنیو سیالیو کې چې د ښارونو ترمنځ، د المپیک په کچه یا په ورزشي مجتمعو کې ترسره کېدې، د ۵۵ کیلوګرامه وزن په برخه کې مې لومړی مقام ترلاسه کړ او د خپلې دورې د ممتازې زده‌کوونکې په توګه وپېژندل شوم.»

رمزیه داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو یادونه کوي چې پنځه کاله کېږي له ورزش، خپل هېواد او هغو نړیوالو سیالیو محرومه ده چې پکې د ګډون ارمان یې لاره. هغه په ناهیلۍ وایي چې که د ورزش حق یې لرلی، اوس به یې د خپل هېواد لپاره ډېر مډالونه ګټلي وای.

ښځې په تېرو دوو لسیزو کې د ورزش په ډګر کې وځلېدلې او په مبارزې او ټینګار توانېدلې وې چې د ښځینه ورزش په اړه هغه جنسیتي کلیشې له منځه یوسي چې په دودیزه ټولنه کې د ټاکل شویو باورونو پر بنسټ وې. خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بیا د ښځو پر ورزش بندیز ولګېد او هغه لاسته راوړنې چې دغو ورزشکارانو په ډېرو هڅو ترلاسه کړې وې، د درنو او محدودونکو بندیزونو په منځ کې له پامه وغورځول شوې.

رمزیه هم له هغو ورزشکارانو ده چې له دودونو، عنعناتو او تبعیضي نظرونو سره یې مبارزه کړې او توانېدلې وه چې د ښځو د ورزش په اړه د شاوخوا خلکو لیدلوری بدل کړي؛ خو د طالبانو بیا واکمنېدو، چې ان په ټولنه کې د ښځو حضور هم نه مني، څو کلنې هڅې یې له خاورو سره خاورې شوې.

هغه په ناهیلۍ وايي: «جمهوریت د ښځو د ورزش لپاره یو ښه فرصت و او دا فرصت او لاسته راوړنې هم په اسانۍ نه وې ترلاسه شوې. موږ نجونو، سره له دې چې کورنیو به مو مخه نیوله او خلکو به ناوړه خبرې کولې، له وېرې پرته به له کوره وتلو او له ورزشي بکسونو سره به ورزش‌ځای ته تللو. موږ غوښتل دا چاره عادي کړو چې ورزش او له ځان سره د ورزشي وسایلو ګرځول، څنګه چې د نارینه‌وو لپاره د ښکلا او ځواک نښه ده، ښځو ته هم همداسې وي. په لومړیو کې به ډېرې ځورول کېدو، خو وروسته خلک عادت شول او پوه شول چې ښځو ته هم ورزش بد نه دی. موږ هره ورځ په ورزش‌ځایونو کې د نجونو د شمېر د زیاتېدو شاهدانې و؛ تر دې چې نومونه مو نه یوازې په هېواد کې، بلکې په نړۍ کې هم مطرح شول او ګڼ ویاړونه مو ترلاسه کړل.»

د ورزش‌ځایونو له تړل کېدو او پر ښځو د ورزش له بندیز وروسته رمزیه مجبوره شوه چې له هېواده ووځي او په یوه ګاونډي هېواد کې پناه واخلي؛ داسې هېواد چې نه یې د هغې لپاره د خوندي ځای بڼه غوره کړه او نه هم توانېدلې چې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي. نوموړې هم د نورو افغان پناه‌غوښتونکو په څېر د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره هڅه کوي او د هغه ارام په لټه ده چې د تېرو پنځو کالو په اوږدو کې یې نه دی تجربه کړی.

نوموړې له وطن څخه د لرې والي او کډوالۍ په اړه داسې وايي: «موږ کډوال نه شو، موږ کډې کولو ته اړ کړل شو. زه وتښتېدم؛ د ظالمانو د ظلم له کبله وتښتېدم، د خلکو د درد له کبله چې د سترګو په مخکې مې ساه ورکړه، وتښتېدم. هېڅوک نه غواړي خپل ارام ځای پرېږدي او پردۍ ماڼۍ ته لاړ شي. ما نور نه شوای کولی ورزش وکړم او درس ووایم؛ له دواړو پاتې شوم. په مهاجرت کې ژوند خپل بل مخ راوښود. مور مې د اندېښنې له امله له لاسه ورکړه؛ هغه درد چې هېڅکله به یې هېر نه کړم او نه پوهېږم چې د هغې د مړینې عاملان څوک دي. زه له یوې بریالۍ نجلۍ څخه پر داسې هغې بدله شوم چې روح او روان یې ټپي دی.»

عزیزه هم له هغو ورزشکارانو یوه ده چې ډېر کلونه یې په نړیواله کچه د اتلې کېدو په هیله ورزش کړی دی. هغې پنځه کاله د «ازادو سیالیو» او د جمهوریت په وروستیو درېیو کالو کې یې د «بوکس» په برخه کې فعالیت کړی دی. دا هغه کلونه و چې د کورنۍ، په ځانګړې توګه د پلار په ملاتړ یې ښې بریاوې ترلاسه کړې او د رزمي ورزشونو په برخه کې غوره مبارزه ونومول شوه.

دغې ورزشکارې هم پر ورزش له بندیز وروسته، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو دوو کالو کې له خپلو خورلڼو سره د کورونو په ځمکتلو کې په پټه تمرینونه کول؛ خو د دې ډلې د واکمنۍ دوام او د نیول کېدو ګواښ مجبوره کړه چې له خپلو هڅو لاس واخلي او پټ فعالیتونه هم ودروي: «کله چې حکومت سقوط وکړ، ان د طالبانو د راتګ له خبر مخکې هم یو شمېر ورزشي سالونونه وتړل شول. د کابل له سقوط وروسته موږ ان د ورزش او ښځینه ورزشکارانو نوم هم نه شو اورېدلی، ځکه ورزش د ښځو لپاره جرم وګرځېد. له هغې ورځې وروسته هم له زده‌کړو پاتې شوم او هم له ورزشه.»

عزیزه چې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې یې د اتلولۍ مډالونه ګټلي، نن کورناستې ده او له سهاره تر ماښامه اوبدل کوي: «هغه خیالونه او ارمانونه چې د راتلونکې لپاره مې لیدلي و، ډېر ښکلي او له لاسته راوړنو او ویاړونو ډک و. ښايي اوس به روزونکې شوې وای او په ډېرو بهرنیو سیالیو کې به مې بریاوې ترلاسه کړې وای او ښايي نن به د نړۍ له اتلو ورزشکارانو څخه وای؛ خو اوس خامک‌دوزي او کله کله ګنډل کوم او په اوښکو شپې ورځې تېروم.»

رویا «مستعار نوم» چې د بوکس استاده او روزونکې هم ده، د نورو ښځینه ورزشکارانو په څېر ورته کیسه لري؛ پر ورزش بندیز، ټولنیزه انزوا او تیاره برخلیک چې له تېرو پنځو کالو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان ده. هغه هم له زده‌کړو او ورزش څخه له محرومېدو وروسته مجبوره شوه چې له هېواده ووځي او اوس په ایران کې ژوند کوي؛ هغه هېواد کې چې افغان کډوال پکې له سختو فشارونو سره مخ دي.

رویا په ایران کې د درې کلن ژوند ترخې خاطرې لري. هغې غوښتل چې ورزش ته دوام ورکړي او هلته خپلو ارمانونو ته ورسېږي، خو د کډوالو پر وړاندې د تبعیضي چلند له امله نه توانېږي: «یو کال پرلپسې د ورزش د دوام لپاره د یوه کلب په لټه وم، خو بریالۍ نه شوم. د هغو پیسو په بدل کې چې له ما څخه یې اخیستې، یوازې به یې اجازه راکوله چې یوه اوونۍ ورسره تمرین وکړم؛ خو بیا به یې په یوه پلمه شړلم. کله چې پوه شوم په کلبونو کې ورزش ته دوام نه شم ورکولی، له خپلو څو هېوادوالو سره به مو په پارکونو کې تمرین کاوه، خو هلته به هم له زورزیاتي او ستونزو سره مخ کېدو. د همدغو ننګونو له امله مې له دې کاره لاس واخیست.»

رویا اوس د خیاطۍ په یوه کارځای کې کار کوي او هیله لري چې افغانستان د طالبانو له منګولو ازاد شي او بېرته خپل وطن ته ستنه شي.

په افغانستان کې داسې مهال د ښځينه ورزشکارانو پر ورزش بندیز لګېدلی چې په تېرو پنځو کالو کې ګڼو افغان ښځينه ورزشکارانو له وطنه لرې لاسته راوړنې او بریاوې ترلاسه کړې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په پروان کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو د څلورو شبکو بیارغونه پیل شوه
خبرونه

په پروان کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو د څلورو شبکو بیارغونه پیل شوه

۲۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789925923]
خبرونه

په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

۲۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789925508]
کابل د ګرد او دوړو په منځ کې؛ خلک د هوا د ککړتیا له زیاتېدو شکایت کوي
راپورونه

کابل د ګرد او دوړو په منځ کې؛ خلک د هوا د ککړتیا له زیاتېدو شکایت کوي

۲۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789925313]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.