د یوه کور د تلخونې په تپې تیاره فضا کې د طالبانو له سترګو لېرې ورزش کوي، دوی مبارزه کوي او دا مبارزه یې نورو ښځینه ورزشکارانو ته هم پراخه کړې ده. هغې او ملګرو یې په دغو سختو شرایطو کې سره له دې چې د طالبانو له لوري نیول شوي او شکنجه شوي، بیا یې هم خپل ورزش ته دوام ورکړی دی. دوی پر دې باور دي چې یوه ورځ به د طالبانو ظلم ختم شي او دوی به تر دغو محدودیتونو او ظلمونو لاندې تسلیمې نه شې. پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د ښځو پر کار، ورزش، زده کړو او نورو فعالیتونو زیات محدودیتونه لګېدلي دي. ښځینه ورزشکارانې د دغو محدودیتونو له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي. د ښځوورزشي کلپونه تړل شوي، د بېلابیلو فډراسیونونو د ورزش برخې لغوه شوې، ښځینه ورزشکارانې مجبوره شوي چې خپل تمرینات ودروي، او د سلګونو ښځینه ورزشکارانو د تمرینونو درېدو په افغانستان کې د ښځو پر ورزش ناوړه اغېز کړی دی. له دغو محدودیتونو او د زندان او شکنجې له خطر سره سره، ځینې نجونې په لږو او لومړني امکاناتو سره په پټه خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي.
آذر له هغو ورزشکارانو ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له څو نجونو سره په پټه تمرین کوي او ځینې ورزشکارانو ته په «تلخونو» کې تمرین ورکوي. هغې په بېلابېلو ورزشي برخو لکه آزادو مبارزو، جوجیتسو، بوکس او موی تای کې فعالیت کړی او د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې په دې برخو کې ښه لاسته راوړنې لرلې. آذر وايي: « له طالبانو مخکې مې په مختلفو برخو کې ورزش کاوه. په موی تای کې تر پنځم «خان» پورې رسېدلی وم، په آزادو مبارزو کې تر قهوهاي کمربند پورې رسېدلی وم چې یوازې د روزنکي مقام ته رسېدو ته مې یوازې یو کمربند پاتې و. په جوجیتسو کې تر اتم کمربند پورې رسېدلی وم. په بوکس کې مې ډېرې سیالۍ کړي او ډېر مډالونه مې ګټلي دي.»
د طالبانو د واکمنېدو په پیل کې، آذر او نورې ملګرې یې یوه اونۍ خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي، خو له یوې اوونۍ وروسته، د طالبانو جنګیالي د ښځو کلپونو ته راځي او په کابل ښار کې ټول کلپونه تړي. د دې ډلې په امر د ښځو ورزش له المپیک او ټولو ورزشي فډراسیونونو هم حذف کېږي. له دغه ناورین سره د ښځینه ورزشکارانو مخ کېدل آذر دې ته نه پرېږدي چې تسلیم شي، نو هغه له بلې لارې خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي.
په لومړي سر کې هغه له څو نجونو سره په پرانیستې فضاء کې تمرین کوي. هغوی شاوخوا یوه میاشت غرونو ته ځي او له طالبانو په پټه ورزش کوي. د هغوی تمرین یوازې په منډو متمرکز وي، خو د تمرین په لړ کې د خوندیتوب د نشتوالي له امله خطر او کمزورتیا احساسوي. نو پرېکړه کوي چې په یوه سرپټي ځای کې په یوه تل خونه کې تمرین وکړي.
آذر او د هغې ملګري له اقتصادي ستونزو سره سره، د یوه کور تلخونه په کرایه نیسي او د څو ورزشي وسایلو په پیرلو سره خپل تمرین ته دوام ورکوي. خو د دوی تمرینونه ډېر دوام نه کوي؛ ځکه طالبان د هغوی له پټ ورزشه خبرېږي او په بې رحمۍ سره د دوی پر کلپ یرغل وروړي او ټول ورزشي وسایل یې ماتوي او ټوټه ټوټه کوي. بیا اذر او دوه نورې نجونې چې نورو نجونو ته یې تمرین ورکاوه، په وهلو او ټکولو سره نیسي او له ځان سره یې حوزې ته بیایي. اذر وايي: «د تل په څېر هغه ورځ موږ خپل تمرین پیل کړ او شاوخوا لس کسه وو. موږ تل دا وېره درلوده چې هسې نه د تمرین پر مهال طالبان راشي او ټولې ونیسي. له بدمرغه هغه ورځ له نرمشي او کششي حرکتونو وروسته طالبانو په غوسې او ډېر قهر سره دروازه ماته کړه او کلپ ته راننوتل. نجونې ډېرې وېرېدلې وې او په یوه ځای کې سره راټولې شوې. ټولو وېره لرله چې طالبان به ورسره څه کوي او خپلو کورنیو ته به څه ځواب وايي. طالبان په غوسې سره ټول هر څه په چاقوګانو سوري سوري کړل او دستکشونه او نور وسایل یې په لغتو سره هر خوا وغورځول.»
د دې ډلې جنګیالي د کلپ له ویجاړولو وروسته ، ټولې نجونې دروي او پوښتي چې د چا په امر ورزش کوي او مسووله یې څوک ده؟ اذر او دوه نورې نجونې یې مسوولیت پر غاړه اخلي، او جنګیالي یې له وهلو ټکولو سره نیسي او حوزې ته یې بیایي« په لغتو او کنداغونو یې وهلو او ډېرې سپکې سپورې یې راته ویلې چې تاسو ته چا ویلي ورزش وکړئ او د خلکو نجونو سرپټو ځایونو ته بوځئ؟ ورزش په اسلام کې د ښځو لپاره حرام دی، د چا لخوا مو ملاتړ کیږي؟ موږ ویل په خپله مو غوښتل، شپږ ساعته په حوزې کې پاتې شوو او تر هغې وروسته زموږ کورنۍ د ګذر وکیل ته راغلې او موږ یې په دې شرط چې نور به ورزش نه کوو، په ضمانت خوشې کړو.»
که څه هم دا ناوړه پېښه تېرېږي، خو آذر نه تسلیمېږي او بیا هڅه کوي خپلې هیلې ترلاسه کړي؛ ځکه ورزش د هغې یوازینۍ هیله ده چې له ماشومتوبه یې درلوده او نه غواړي په اسانۍ سره یې له لاسه ورکړي. هغه دا ځل له لږ شمېر نجونو سره چې ټول د هغه په څېر د ورزش مینهوالې دي، په یوې تیاره او پټې تلخونه کې داسې تمرین کوي چې څوک یې نه ویني.
مرضیه، یوه بله ورزشکاره ده چې له آذر سره تمرین کوي. هغه وايي چې اوسمهال په ډېرو خرابو شرایطو او لږو وسایلو سره سره، په ډېرې وېرې سره خپل تمرین ته دوام ورکوي. هغې هم په بېلابېلو ورزشي برخو کې کار کړی او د طالبانو له واکمنۍ مخکې یې ښې لاسته راوړنې لرلې. د هغې د درې کلن ورزش نتیجه نهه مډالونه او یو کمربند دی چې اوس په کور کې خاورې پرې ناستې دي او د طالبانو له وېرې یې نه شي کولای چې کلپونو یا بل ځای ته یې د نورو نجونو د هڅولو لپاره یوسي. هغه وایي:« سره له دې چې روحي او روانې وضعیت مې ښه نه دی او له بلې خوا پوهېږم چې طالبان هېڅکله د فعالیت اجازه نه راکوي، کله چې خپل تېر او ټول اېستلي زیار او ګټلو ویاړونو ته ګورم، فکر کوم چې هېڅکله داسې بې هدفه ژوند نه شم منلای.»
هغوی هره ورځ په وېره کې خپل تمرین ته دوام ورکوي، چې طالبان به یو ځل بیا پرې یرغل وروړي. د تمرین پرمهال دروازه کولپ کوي او په احتیاط تمرین کوي څو یې څوک له فعالیته خبر نه شي. مرضیه وايي، چې د فعالیت په پیل کې د هرې ورځې په تېرېدو سره ورزش ته د نجونو لېوالتیا ډېرېده ، خو له بده مرغه له پېښې او د طالبانو له تاوتریخوالي وروسته نجونې نور ورزش نه کوي او کلپ ته له راتلو وېرېږي. هغه او د هغې څو ملګري توانیدلي چې د موقیعت په بدلولو سره مقاومت وکړي او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
آذر او مرضیه سره له ټولو مشکلاتو او ناخوالو چې تېرې کړې یې دي، او سره له دې چې د طالبانو له لوري د بیا نیول کېدو له خطر سره مخ دي، خپلې هیلې پالي. هغوی پر دې باور دي چې د دې ډلې استبدادي واکمني به پای ته ورسیږي او دوی به په وېره کې نه، بلکې په آرامۍ سره ورزش وکړي. د هغوی په باور، ښځې باید مقاومت وکړي څو خپلې هیلې له یاده ونه باسي. آذر وايي: «شرایط هېڅکله یو ډول نه پاتې کېږي. افغانستان به یوه ورځ تر پخوا ښه شي. د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د ورزش راتلونکې روښانه وینم. نو له دې امله هېڅکله باید تسلیم نه شو. سمه ده، چې د پخوا په څېر تمرین نه شو کولای، خو موږ دا هڅه کوو چې دوام ورکړو او بریالۍ شو.»
هغوی له نورو ښځینه ورزشکارانو غواړي چې تسلیم نه شي او خپلې هیلې له لاسه ورنه کړي. په دې هیله چې یوه ورځ به د خپل ځان او هېواد لپاره ویاړ خپل کړي او د طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته د پښېمانۍ ژوند ونه کړي.





