۸صبح، میدانوردک: په میدانوردک کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ په سنګلاخ سیمه کې درې وروڼه وژل شوي دي.
سرچینو سهشنبه د لړم پر ۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې بیګاه شپه ناڅرګندو وسلهوالو درې وروڼه د خوب پر مهال ویشتلي دي.
د سرچینو په خبره، دغو درېیو وروڼو له ۱۵ تر ۲۰ کالو عمرونه لرل، په سنګلاخ دره کې یې کارګري کوله او له چا سره یې شخصي دوښمني نه لرله.
تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه معلومات نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو سیمو کې د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی دی.





