د کابل د خصوصي ښوونځیو یو شمېر زدهکوونکي په بېلابېلو نومونو د اضافي پیسو له اخیستو، د نمرو د کمولو له ګواښونو او د ښوونځیو له مدیریته د شکایت کولو د حق له محدودېدو شکایت کوي. دوی وايي، د ځینو خصوصي ښوونځیو مسوولان د شهادتنامې د صادرولو، د نمرو د جدول د چاپ، د ازموینې د پاڼې، د ازموینې د کارت او د فراغت مراسمو په څېر پلمو له زدهکوونکو تر اعلان شویو تعرفو زیاتې پیسې اخلي. د دوی په وینا، ډېری کورنۍ او زدهکوونکي د دغو اضافي لګښتونو د ورکولو وس نه لري.
دغه زدهکوونکي وايي، ځینې خصوصي ښوونځي د هر زدهکوونکي د شهادتنامې د صادرولو لپاره زر افغانۍ اخلي؛ په داسې حال کې چې د دوی په وینا، د طالبانو د پوهنې وزارت د دغه سند بیه ۲۰۰ افغانۍ ټاکلې ده. دوی زیاتوي، که د دغو اضافي پیسو اخیستو پر وړاندې اعتراض وکړي، په بېلابېلو پلمو ګواښل کېږي او اړ کېږي چې چوپ پاتې شي.
د کابل د اتمې حوزې په یوه خصوصي ښوونځي کې د دولسم ټولګي زدهکوونکی احمد (مستعار نوم) وايي، د هغه ښوونځي مدیریت چې دی پکې زدهکړې کوي، د هر زدهکوونکي د شهادتنامې د صادرولو لپاره زر افغانۍ غوښتې دي.
دغه زدهکوونکی زیاتوي چې د خپلو زدهکړو د لګښتونو د برابرولو او له خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره، هره ورځ له درسونو وروسته کار کوي. هغه وايي، څو ځله یې د ښوونځي مدیریت ته مراجعه کړې او د دغو پیسو د ورکړې لپاره یې د خپلې مالي ناتوانۍ خبره ورسره شریکه کړې ده؛ خو شکایتونو ته یې پاملرنه ده شوې.
احمد وايي: «زه خپله د دوولسم ټولګي زدهکوونکی یم او د حلالې روزۍ د پیدا کولو لپاره له ښوونځي وروسته بهر کار کوم، څو هم د ښوونځي فیس ورکړم او هم له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم؛ خو زموږ د ښوونځي مدیریت په هره پلمه له زدهکوونکو پیسې راټولوي. د شهادتنامې لپاره یې له هر کسه زر افغانۍ غوښتې دي، په داسې حال کې چې اعلان شوې بیه ۲۰۰ افغانۍ ده. کله چې مدیریت ته ورځو او ورته وایو چې د دې پیسو د ورکولو وس نه لرو، ګواښ کوي چې نمرې او شهادتنامه به مو خرابې کړي.»
یو بل زدهکوونکی عبید هم وايي چې د خصوصي ښوونځیو زدهکوونکي د اضافي لګښتونو د اخیستو پر وړاندې د اعتراض له امله له ګواښونو سره مخ کېږي او ان اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونیزې حوزې ته مراجعه وکړي او شکایت ثبت کړي. د هغه په وینا، د څارنې پلاوي هم د ښوونځیو د لیدنې پر مهال د زدهکوونکو شکایتونو ته پاملرنه نه کوي.
دغه زدهکوونکی وايي: «هغه پلاوی چې د پلټنې لپاره راځي، د ښوونځي له مدیریت سره جوړ دی او زموږ خبرو ته غوږ نه نیسي. ان اجازه نه راکوي چې ښوونیزې حوزې ته ورشو او شکایت وکړو. ډېر زدهکوونکي د ناکامېدو د ګواښونو له امله چوپ پاتې کېږي؛ خو دا وضعیت د هغو کسانو لپاره ډېر ستونزمن دی چې مالي وس نه لري.»
عبید زیاتوي چې د شهادتنامې د صادرولو پر لګښت سربېره، د ښوونځي مدیریت په بېلابېلو پلمو، لکه د فراغت د مراسمو، د ازموینې د پاڼې، د نمرو د جدول د چاپ او د کانکور د نوملیکنې د فورم د وېشلو په نوم هم له زدهکوونکو پیسې اخلي. د هغه په وینا، دغو لګښتونو د ښوونځي د فیس او د کانکور د ګډون د فیس ترڅنګ، پر زدهکوونکو او د هغوی پر کورنیو ډېر مالي فشار راوستی دی.
دغه زدهکوونکي همداراز د لیندۍ میاشتې د بشپړ فیس پر اخیستو نیوکه کوي؛ په داسې حال کې چې ازموینې د همدې میاشتې په پنځمه یا لسمه نېټه پای ته رسېږي. دوی وايي، د ښوونځي مدیریت د بشپړ فیس اخیستو لامل د ښوونکو د معاشونو ورکړه بولي؛ خو د دوی په وینا، یو شمېر ښوونکو هم ویلي چې د دغې میاشتې معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي.
یو زدهکوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي، ازمون ښوونځی له هر زدهکوونکي د ازموینې د کارت لپاره ۵۰ افغانۍ اخلي او هغه زدهکوونکي چې دغه پیسې ورنه کړي، د ازموینې د ورکولو اجازه نه لري. د هغه په وینا، د ازموینو له پای ته رسېدو وروسته هم کارتونه له زدهکوونکو راټولېږي او که یې بېرته ورنه کړي، له ناسم چلند او رواني فشار سره مخ کېږي.
دغه زدهکوونکی ټینګار کوي چې د هغه ډېر ټولګیوال د مالي ستونزو له امله د دغو لګښتونو د ورکولو وس نه لري او د دغه وضعیت دوام ښايي هغوی د زدهکړو له دوام او ښوونیزو فرصتونو بېبرخې کړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د طالبانو د څه باندې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د ښوونځیو وضعیت تل د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د وړاندې شویو شمېرو له مخې، طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو درېیو کلونو کې د هر ښوونځي د جوړولو په مقابل کې ۸۵ دیني مدرسې جوړې کړې دي.
همداراز، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علم او کلتور سازمان (یونسکو) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه تازه ګډ راپور کې راغلي چې د نجونو او ښځو پر زدهکړو د محدودیتونو دوام، د پوهنې په برخه کې ناکافي پانګونه او د نفوسو زیاتوالی د دې لامل شوي چې په افغانستان کې میلیونونه کسان له ښوونې او روزنې پاتې شي؛ په داسې حال کې چې زدهکړو ته اړتیا لا هم مخ په زیاتېدو ده. د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د لومړنیو زدهکړو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان لا هم له رسمي ښوونیز نظام څخه بهر دي.
دغه راپور چې «په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د وضعیت راپور ۲۰۲۶» نومېږي، د نجونو د زدهکړو د محرومیت د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې څه باندې ۲.۶ میلیون نجونې زدهکړو ته له لاسرسي محرومې پاتې شوې دي. د راپور له مخې، د ټولنې پر بنسټ ښوونیز پروګرامونه، د سواد زدهکړې او مهارتونو د پراختیا پروګرامونه، انلاین او ډیجیټلي زدهکړې او خصوصي تدریس د هغو لارو یوازینۍ پاتې شوې بڼې دي چې په مټ یې تنکۍ ځوانې نجونې زدهکړې کولای شي؛ خو دغه فرصتونه د هغوی ښوونیزو اړتیاوو ته په هېڅ ډول ځواب نه شي ویلای.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا د دیني مدرسو پر جوړولو تمرکز او یوازې په دیني محتوا پورې د زدهکړو محدودول د افراطي افکارو د رامنځته کېدو زمینه برابرولای شي. د هغه په وینا، دغه تګلاره نه یوازې ماشومان د عصري ژوند لپاره د اړینو مهارتونو او پوهې له ترلاسه کولو محروموي، بلکې د افراطي ایډیالوژیو د پراختیا لپاره هم مناسبه زمینه برابروي چې د کورني ترهګرۍ، سیمهییزې بېثباتۍ او نړیوالو ګواښونو خطر زیاتولای شي.






