۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د انرژۍ اوونۍ په کابل کې پیل شوې ده.
دغه بنسټ دوشنبه د لړم پر ۱۸مه، ویلي چې دغه دوه ورځنۍ غونډه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ جوړېږي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې د خصوصي سکټور استازي، پانګوال، مالي بنسټونه او پراختیايي همکاران هم په دې غونډه کې ګډون لري.
د دغه بنسټ په وینا، ګډونوال به په دې غونډه کې د پانګونې فرصتونه، د انرژۍ حللارې او د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وکړي.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ څه باند ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي.
د برېښنا د تولید او لېږد د بنسټیزو تاسیساتو کمښت د دغه هېواد د انرژۍ د برابرولو پر وړاندې له مهمو ننګونو ګڼل کېږي.






