یو شمېر هغه کسان چې د انټرنېټي درغلګرو په لومه کې لوېدلي د جدي اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د خلکو له نومونو او عکسونو ناوړه ګټه اخیستل او د هغوی په نوم د فیسبوک د جعلي حسابونو جوړول د درغلۍ له جدي او اندېښمنوونکو لارو ګرځېدلي دي. د هغوی په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا په مټ د جوړو شویو یا پرې لاس وهل شویو عکسونو او غږونو کارولو درغلګرو ته لا ډېر فرصتونه برابر کړي او خلک په اسانۍ د دغو کسانو په لومه کې لوېږي.
یو شمېر هغه کسان چې د انټرنېټي درغلګرو په لومه کې لوېدلي، له هېوادوالو غواړي چې پر دغو کاسنو ونه غولېږي. د هغوی په وینا، د عکسونو، غږونو او ویډیوګانو د بدلولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا وسایلو کارولو د خلکو غولېدل لا اسانه کړي دي.
یو هېوادوال احمد (مستعارنوم) وایي چې یوه کس د هغه د تره په نوم د جعلي حساب په جوړولو سره، د نوموړي له تروره پیسې اخیستې دي. د هغه په وینا، تره یې په سویس او عمه یې په ایران کې ژوند کوي.
دغه سړی وایي چې درغلګرو د هغه ترور ته ویلي وو چې ورور یې د سویس پولیسو نیولی او ټاکل شوې چې افغانستان ته یې وشړي، نو د دې ستونزې د حل لپاره بېړنیو پیسو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، درغلګرو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جعلي عکسونه جوړ کړي او ترور ته یې وراستولي دي.
احمد ادعا کوي چې درغلګرو د هغه له تروره شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ اخیستې او دا پیسې یې په پاکستان کې یوه بانکي حساب ته لېږدولې دي. د هغه په وینا، پیسې د حوالهدارانو له لارې لېږدول شوې وې؛ دغو حوالهدارانو د ترور د نږدې پېژندګلوۍ او پر هغې د باور له امله یې منلې وه چې دغه پیسې درغلګرو ته حواله کړي.
احمد زیاتوي: «اوس مې تورور په ایران کې له ډېرو پورونو سره مخ ده او نه پوهېږي چې دا پیسې به څنګه حوالهدارانو ته بېرته ورکړي. موږ هم هڅه کوو چې له هرې ممکنې لارې یو څه پیسې برابرې او خپلې کونډې ترور او د هغې دوو لوڼو ته یې ولېږو، څو د حوالهدارانو پور پرې کړي او له دې ستونزمن حالته ووځي.»
هغه وایي:«اوس موږ د هغه بانکي حساب معلومات لرو چې په پاکستان کې ترې کار اخیستل شوی و. پیسې همدې حساب ته حواله شوې وې او په هماغه ورځ ټولې پیسې په دوو پړاوونو کې د پاکستان په کوټې ښار کې له دغه حسابه ایستل شوې دي.»
احمد وایي: «هغوی زما ترور ته د پیسو جعلي رسیدونه هم استولي وو، څو داسې وښيي چې پیسې بېرته ورکړل شوې دي.»
په همدې حال کې، د ټولنیزو شبکو، په ځانګړې توګه د فیسبوک، یو شمېر کاروونکي هم په دغو شبکو کې د درغلیو او دوکو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې ځینې یې د انټرنېټي درغلګرو قربانیان شوي دي. د هغوی په وینا، د فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو له لارې درغلي زیاته شوې او ناوړه ګټهاخیستونکي کسان د کاروونکو د حسابونو په هک کولو سره، د حساب د خاوند له خپلوانو او ملګرو پیسې غواړي.
د کابل اوسېدونکی امید وایي: «څو ورځې مخکې د فیسبوک له لارې د یوه ملګري له حسابه راته پیغام راغی چې په بېړني ډول د زر افغانیو په ارزښت د ټیلیفون کارت ته اړتیا لري او وروسته به خبرې وکړو، ځکه له یوې ستونزې سره مخ شوی یم. په لومړي سر کې مې فکر وکړ چې خبره رښتیا ده، خو وروسته مې د هغه شخصي شمېرې ته زنګ وواهه. هغه وویل چې له دې موضوع هېڅ خبر نه دی. ډېر خوشحاله شو چې ما ورسره اړیکه ونیوله.» هغه زیاتوي چې ملګري یې څو ورځې وروسته وتوانېد د خپل فیسبوک د حساب کوډ بدل کړي، خو تر دې مخکې د هغه له حسابه یو شمېر نورو ملګرو ته هم پیغامونه استول شوي وو او له هغوی د کارت غوښتنه شوې وه.
د ټولنیزو شبکو یوه کاروونکې شفیقه وایي چې د مصنوعي ځیرکتیا کارولو د انټرنېټي درغلیو زمینه پراخه کړې ده. د هغې په وینا، درغلګر د ورته جوړو شوو غږونو، جعلي عکسونو او ویډیوګانو په کارولو سره ډېر خلک له دې ستونزې سره مخ کړي چې اصلي او جعلي منځپانګه سره تشخیص نه کړي او له همدې لارې یې په خپله لومه کې اچوي. هغه زیاتوي چې درغلګرو د ځینو نجونو جعلي لوڅ عکسونه او نامناسبې ویډیوګانې هم جوړوي او بیا یې ګواښي او باج ترې اخلي.
ځینې نور کاروونکي وایي چې د فیسبوک د مسنجر له لارې درغلي او دوکه زیاته شوې او لمن یې له عاطفي ناوړه ګټې اخیستنې او د انلاین او مخامخ جنسي اړیکو له وړاندیزونو نیولې، تر مالي درغلیو لکه په ډیجیټلي اسعارو کې د پانګونې وړاندیز، د موټرو پېر او پلور او د جایدادونو تر معاملو پورې پراخه ده.
د فیسبوک یو کاروونکی فردوس وایي: «درغلګر معمولاً د جعلي هویت او معلوماتو په کارولو سره د قربانیانو باور خپلوي او کله چې خپلې موخې ته ورسېږي، خپل کارن حساب، د اړیکې شمېره او نورې نښې له منځه وړي یا یې پټوي. ځینې دا پېښې کېدای شي د پلان شویو جرمونو له شبکو او په بېلابېلو هېوادونو کې له فعالو کسانو سره تړاو ولري؛ له همدې امله کاروونکي باید د مشکوکو پیغامونو او وړاندیزونو پر وړاندې احتیاط وکړي.»
دغه کاروونکی ټینګار کوي چې درغلګر د ټولنیزو شبکو، د کورنۍ د غړو ترمنځ د باور او د مصنوعي ځیرکتیا له وسایلو په ناوړه ګټې اخیستنې، هغه کسان په نښه کوي چې ښایي کافي ډیجیټلي سواد ونه لري او جعلي حسابونه، عکسونه او پیغامونه په اسانۍ تشخیص نه کړای شي.





