• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له هوساینې تر کارګرۍ؛ د هغې ښځې کیسه چې په وطن کې د پاتې کېدو لپاره یې درنه بیه پرې کړه (۴)

سامعه علمیار سامعه علمیار
۱۶ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788800657]
AFP

AFP

خاله ګلالۍ نن عمر خوړلې ښځه ده؛ هغه چې هر سهار، مخکې له دې چې د ښار اوسېدونکي له خپلو کورونو ووځي، د کابل ښار یوه ښوونځیو ته روانېږي. لاسونه یې نور د پیغلتوب کلونو توان نه لري او ګامونه یې هم د تېر پرتله ورو شوي، خو ژوند ورته د ستړیا فرصت نه دی پرېښی. هغه باید کار وکړي؛ نه په خپله خوښه، بلکې د دې لپاره چې کورنۍ یې وکړای شي یوه بله ورځ هم تېره کړي.

ګلالۍ خاله، په داسې حال کې چې جارو یې په لاس کې ده او ټولګی جارو کوي، د تېر ژوند کیسه کوي. هغه وايي: کلونه وړاندې یې ژوند بل ډول و. په جمهوریت کې یې مېړه په دولتي نظام کې دنده لرله او ډګروال و. دوه زامن یې هم په هماغه نظام کې پر دندو بوخت و. داسې کورنۍ چې ثابت عاید یې درلود او کله کله به یې د کور د ورځنیو چارو د ترسراوي لپاره مزدور هم نیوه او ژوند یې له اقتصادي پلوه ښه و. خاله ګلالۍ وايي، هغه مهال یې نننۍ اندېښنې نه لرلې؛ داسې اندېښنه چې اوس یې په لمر ختو سترګو ته درېږي.

خو د جمهوریت سقوط د دې کورنۍ لپاره یوازې د یوه نظام بدلون نه و؛ بلکې د هغه ژوند د تدریجي ړنګېدو پیل و چې د جوړولو لپاره یې کلونه زحمت ایستلی و.

خاله ګلالۍ، چې خپله کیسه یې کوله، داسې ښکارېده چې پیاوړې ښځه ده او د چا خواخوږۍ او مرستې ته اړتیا نه لري. هغې د ټولګي څوکۍ او مېزونه یو په بل پسې منظمول او پر ځای یې اېښودل. ویې ویل: «د نظام له سقوط وروسته، هغه مهال چې د پخواني نظام د کارکوونکو لپاره وضعیت ډېر اندېښمنوونکی شوی و، له موږ وغوښتل شول چې د کورنۍ له یو شمېر غړو سره سرینا هوټل ته لاړ شو، څو له هېواده بهر راته د انتقال زمینه برابره شي. خو موږ ته چې خپل ټول ژوند مو په افغانستان کې تېر کړی و، د وتلو پرېکړه اسانه نه وه. له افغانستانه وتل ښايي د هغه مهال له ګواښونو لرې ساتلي وای، خو موږ ته د کور، ښار، خاطرو او هغې خاورې پرېښودل و چې خپل ټول ژوند مو پکې تېر کړی و.»

د ګلالۍ مېړه خپله پرېکړه کړې وه. هغه نه غوښتل افغانستان پرېږدي. د خاله ګلالۍ په خبره، مېړه یې باور درلود چې خپله خاوره نه پرېږدي او غوښتل یې په هماغه هېواد کې پاتې شي چې ټول عمر یې پکې خدمت کړی و، پاتې ژوند هم همدلته تېر کړي او په خپله خاوره کې خاورو ته وسپارل شي. خاله ګلالۍ هم ورسره همغږۍ وه. هغوی د پاتې کېدو پرېکړه وکړه؛ داسې پرېکړه چې هغه مهال ښايي له وطن سره د مینې او تړاو نښه ښکارېدله، خو په راتلونکو کالو کې یې د دغې کورنۍ لپاره دروند لګښت درلود.

د نظام له بدلون وروسته، د خاله ګلالۍ مېړه او درېیو زامنو یې دندې له لاسه ورکړې. هغه کورنۍ چې تر دې وړاندې یې ثابت عاید او مناسب اقتصادي وضعیت درلود، ورو ورو له بې‌کارۍ او د عواید له کمښت سره مخ شوه. سپماوې کمې شوې، کاري فرصتونه محدود او د ژوند لګښتونه هماغسې پر ځای پاتې شول.

ورځې په میاشتو او میاشتې په کلونو بدلې شوې، خو د هغه سړي لپاره چې کلونه یې په پخواني نظام کې خدمت کړی و، د کار پیدا کول اسانه نه و. هغه تجربه او رتبه چې یو وخت یې د کاري هویت مهمه برخه وه، نور یې د دندې د موندلو تضمین نه کاوه. هغه کورنۍ چې یو وخت یې څو غړي پر دندو بوخت و، اوس له یوه ترخه واقعیت سره مخ وه: کافي عاید نور نه و.

په داسې شرایطو کې، د ژوند بار ورو ورو د خاله ګلالۍ پر اوږو ولوېد. هغه اوس د کابل ښار په یوه ښوونځي کې د صفاکارې په توګه کار کوي. هغه شاوخوا درې زره افغانۍ معاش اخلي او له سهاره تر نږدې څلورو بجو په ښوونځي کې کار کوي. عمر یې زیات شوی او بدني وس یې هم د پخوا په څېر نه دی، خو بېوزلي د هغې عمر او ستړیا ته نه ګوري.

هر سهار چې ښوونځي ته ننوځي، ښايي د زده‌کوونکو له منځه څوک پوه نه شي چې هغه ښځه چې د ټولګیو او دهلېزونو په پاکولو بوخته ده، یو وخت د یوه ډګروال مېرمن او د پخواني نظام د دوو کارکوونکو مور وه. ښايي څوک پوه نه شي چې د هغې د ستړو لاسونو تر شا د یو بل ډول ژوند کلونه پراته دي؛ هغه چې کورنۍ یې عاید درلود، زامنو یې کار کاوه او راتلونکې ورته د اټکل وړ وه.

اوس هماغه ښځه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړه ده چې ساعتونه په ولاړه کار وکړي. د خاله ګلالۍ د ژوند تراژیدي یوازې په کار کولو کې نه را لنډېږي. کار کول د انسان لپاره عیب نه دی او هېڅ ډول دنده د انسان له ارزښت څه نه کموي. اصلي درد هغه ځای دی چې یوه سپین‌سرې ښځه، له محدود بدني وس سره مجبورېږي د هغې کورنۍ اقتصادي مسوولیت پر اوږو واخلي چې د نظام له بدلون وروسته یې د عاید او کاري خوندیتوب یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده.

هغې کولی شوای په دې عمر کې ډېره برخه وخت په کور کې تېره کړي، استراحت وکړي او د خپل پاتې ژوند له کلونو په ارامه فضا کې خوند واخلي؛ خو ژوند داسې چانس نه دی ورکړی. کله چې د کورنۍ خبره کېږي چې ټول نفقه راوړونکي غړي یې وزګار شوي، نور درې زره افغانۍ یوازې یو شمېر نه دی؛ بلکې د ډوډۍ، کرایې، درملو او د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو په لګښت بدلېږي.

خاله ګلالۍ لا هم په افغانستان کې پاتې ده؛ هماغه پرېکړه چې کلونه وړاندې یې له خپل مېړه سره یوځای کړې وه. هغوی ځکه پاتې شول چې نه یې غوښتل خپله خاوره پرېږدي. خو نن یې په ژوند کې یوه ترخه پوښتنه پاتې ده: کله چې یو انسان په خپل وطن کې د پاتې کېدو لپاره د دندې، عاید او اقتصادي امنیت د له لاسه ورکولو بیه پرې کوي، نو د ژوند د ړنګېدو مسوول یې څوک دی؟

د خاله ګلالۍ کیسه یوازې د یوې ښځې کیسه نه ده. د هغې تر شا یوه داسې کورنۍ ولاړه ده چې د ژوند یوه برخه یې په یوه نظام کې تېره کړې او له ړنګېدو وروسته له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده. د هغې ژوند د هغه بدلون انځور دی چې کله کله په شمېرو کې نه لیدل کېږي؛ داسې بدلون چې د یوې سپین‌سرې ښځې په ستړو لاسونو، هر سهار ښوونځي ته د تګ او د درېیو زرو افغانیو په مزد کې راڅرګندېږي چې د ژوند د دوام لپاره یې ترلاسه کوي.

ښايي د دې کیسې تر ټولو ترخه برخه همدا وي: خاله ګلالۍ لا هم په هماغه ځای کې ژوند کوي چې تل یې پکې د پاتې کېدو هیله لرله؛ خو هغه وطن چې هغې یې له پرېښودو ډډه وکړه، نن د هغې د ژوند د دوام لپاره ترې د ډېرې سختې مبارزې غوښتنه کوي.

هغه هر سهار ښوونځي ته ځي، کار کوي او نږدې څلور بجې بېرته کور ته ستنېږي؛ ستړې، خو دوام ته یې ناچاره. سبا بیا همدا تکرارېږي. هغې ته نور د پاتېدو او تللو ترمنځ د انتخاب څه نه دي پاتې؛ بلکې غواړي په هغه وطن کې د دوام وس مومي چې کورنۍ یې پرېکړه کړې وه هېڅکله یې پرېنږدي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ «ډېرې ښې خبرې» روانې دي
بهرني خبرونه

ټرمپ: د نوبل د سولې جایزې وړ یم خو په ګټلو کې یې شک لرم

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791463373]
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي
خبرونه

یوناما: طالبانو د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیولې

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791462727]
ملګرو ملتونه: راستنو شویو کورنیو ته ۸۰۰ سرپناوې بیارغول کېږي
ټولنه

ملګرو ملتونه: راستنو شویو کورنیو ته ۸۰۰ سرپناوې بیارغول کېږي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791461926]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.