• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له سیوري تر غږه؛ د هڅې او درېدو کیسه

ساجیده خوشکي ساجیده خوشکي
۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792683048]
Exclusive

Exclusive

په لسم ټولګي کې وم چې د ښوونځي دروازې وتړل شوې. لا هم هغه نېټه رایاده ده؛ یکشنه، د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴مه، د سهار ۱۱:۲۴ دقیقې.

لا مې هیله لرله چې ښوونځی به بېرته پرانیستل شي. ډېر وخت مې انتظار وکړ. کله کله به اوازې خپرېدې چې د شنبې په ورځ به ښوونځي بېرته پرانیستل شي. زه به هم هیله‌منه شوم؛ خو هغه شنبه هېڅکله رانغله. د شنبې ورځې یوه بلې پسې تېرېده، خو د ښوونځي دروازې لا تړلې پاتې وې. ورو ورو مې خپله هیله له لاسه ورکړه.

زه په لسم ټولګي کې وم او د هماغه تعلیمي کال یو څه پاتې و. نور مې باور نه کېده چې بېرته به ښوونځي ته ستنه شم. د زده‌کړو لړۍ مې درېدلې وه او نه پوهېدم چې له دې وروسته به څه کوم.

بل پلو، اقتصادي ستونزې هم وې. داسې مې احساسوله چې لږ تر لږه باید یو مهارت زده کړم؛ داسې چې په راتلونکې کې راسره مرسته وکړي.

خیاطي مې پیل کړه او په تولیدي شرکتونو کې مې کار وکړ. دوه کاله تېر شول او په دغو دوو کالو کې مې ژوند یوازې خیاطۍ ته محدود شوی و؛ نه درس و، نه کتاب او نه زده‌کړې. له سهاره تر ماښامه به مې کار کاوه او د ترلاسه کېدونکو پیسو یوه برخه به مې سپموله. هڅه مې وکړه چې ځان ته یو موبایل واخلم او له څه مودې وروسته وتوانېدم چې یو کارول شوی موبایل برابر کړم.

ورو ورو مې د خپلواکۍ احساس کاوه او ځینې جامې او شخصي اړتیاوې مې په خپلو پیسو پېرلې؛ خو په کاري بوختیا کې مې زده‌کړې هېرې کړې وې. ان دا مې هم په یاد نه و چې وروستی ځل مې کله ځان ته قلم او کتابچه اخیستې.

دوه کاله مې خیاطي وکړه او د ژوند دوه کاله مې په خیاطۍ کې تېر شول؛ بې له دې چې تصور وکړم، یوه ورځ به بېرته د زده‌کړو لارې ته راګرځم. خو یوه شپه یوه کوچنۍ پېښه وشوه چې د ژوند لوری یې راته بدل کړ.

خور مې خپله د کورنۍ دندې کتابچه راوړه او له ما یې وغوښتل چې د ریاضي د پوښتنو په حلولو کې ورسره مرسته وکړم. ډېره ستړې وم، خو ومې منله. له ځان سره مې فکر وکړ چې دا پوښتنې خو دومره سختې نه دي؛ جمع، تفریق، جذر او توان.

خو کله مې چې کتابچه پرانیسته او پوښتنو ته مې وکتل، ناڅاپه پوه شوم چې په هېڅ یوې یې نه پوهېږم. پوښتنو ته مې کتل، خو نه پوهېدم چې له کومه ځایه یې پیل کړم. هر څومره مې چې هڅه وکړه، هېڅ مې په یاد نه راتلل.

هغه شېبه راته ډېره درنه وه. هغه نجلۍ چې یو مهال د ټولګي اول نومره وه، اوس نه شي کولی د ریاضي ساده پوښتنه حل کړي. په خواشینۍ مې خپلې خور ته وویل: «نه یې شم حل کولی.»

ښايي دا نورو ته یوازې د ریاضي یوه پوښتنه وي، خو ماته هغه شپه د بیدارۍ زنګ و؛ د بدلون یو ټکان. ټوله شپه مې فکر کاوه چې پر کوم لوري روانه یم؟ زه چې یو وخت د ټولګي اول نومره وم، اوس ان د ریاضي یوه پوښتنه هم نه شم حل کولی. هغه ساجده چې غوښتل یې سیاستواله شي او د خلکو له حقونو دفاع وکړي، چېرته لاړه؟

پوهېدم چې د پرمختګ له مهمو لارو یوه یې د زده‌کړو او پوهې ترلاسه کول دي؛ نو ولې مې خپله د هغه څه پر خلاف عمل کاوه چې باور مې پرې درلود؟ هغه مهال یوازې ۱۷ کلنه وم، خو هماغه شپه پوه شوم چې که زه خپله د خپلې راتلونکې لپاره هڅه ونه کړم، هېڅوک مې پر ځای څه نه کوي.

دې پېښې مې په ذهن کې د بدلون یوه څپه پیل کړه. پرېکړه مې وکړه چې بېرته زده‌کړې پیل کړم. خیاطي مې پرېښوده او په هغو پیسو چې راسره وې، د انګلیسي ژبې زده‌کړه مې پیل کړه. په ۲۰۲۴ کال کې مې د انګلیسي ژبې دوره بشپړه او ترې فارغه شوم؛ خو دا یوازې د لارې پیل و.

وروسته مې د ویناوالۍ مهارتونه زده کړل او د هماغه کال په وروستیو کې مې دا دوره هم بشپړه کړه. ورو ورو مې په سیمینارونو کې ګډون پیل کړ او په کلتوري او تفریحي پروګرامونو کې مې د ویاندې په توګه برخه اخیسته.

له ویناوالۍ سره مې لېوالتیا د دې لامل شوه چې په پروګرامونو کې د ګډون ډېر فرصتونه ترلاسه کړم. د هڅوونکو کتابونو لوستل مې پیل کړل او د خبریالۍ، ویاندویۍ او کیسه ‌لیکنې په برخو کې مې په انلاین ښوونیزو پروګرامونو کې ګډون وکړ.

خیاطي مې بشپړه له ژونده لرې نه کړه. خیاطي مې تر ډېره د یوه مهارت په توګه او کله کله د عاید د سرچینې په توګه روانه وساتله. له څه مودې وروسته د EBA له ښوونیز پروګرام سره اشنا شوم. په پیل کې مې باور نه کېده چې دا پروګرام به رښتینی وي؛ خو رښتینی و او یو ځل بیا زده‌کوونکې شوم. په ۲۰۲۶ کال کې د همدغه ارزښتناک ښوونیز پروګرام په همکارۍ له دولسم ټولګي فارغه شوم.

د ښوونځي له بشپړولو وروسته راته زده‌کړو نوې مانا پیدا کړه. نن زه د ښځو په یوه انلاین پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علوم په څانګه کې زده‌کړې او له افغان نجونو سره یوځای په علمي غونډو کې ګډون کوم.

کله چې نن تېر ژوند ته ګورم، خپله لار راته عجیبه ښکاري. هغه نجلۍ چې یوه وخت په لسم ټولګي کې پاتې وه؛ هغه نجلۍ چې دوه بشپړ کاله یې له سهاره تر ماښامه خیاطي کوله او ان دا یې هم نه په یادېدل چې وروستی ځل یې کله قلم اخیستی، نن په سیمینارونو او ټولنیزو او رسنیزو پروګرامونو کې ګډون کوي، انګلیسي تدریسوي، په پوهنتون کې زده‌کړې کوي او له افغان نجونو سره یوځای په علمي غونډو کې برخه اخلي.

ښايي د دې کیسې لوستل تر پنځو دقیقو ډېر وخت ونه نیسي؛ خو ما دا پنځه دقیقې د خپل ژوند په څو کلونو کې تېرې کړې دي. د دې کیسې د هرې لنډې جملې تر شا داسې ورځې پرتې دي چې په رښتیا مې لیدلې دي.

یو وخت مې فکر کاوه چې د ښوونځي د دروازو تړل کېدل راته د زده‌کړو د لارې پای دی. خو نن پوهېږم چې هغه یوازې د یوې لارې پای و؛ بله لار لا وه. ښايي زما د ټولې کیسې مانا همدا وي: له داسې ځایه مې پیل وکړ چې غږ مې د سیوري په منځ کې ورک و؛ خو ګام په ګام مې داسې لار وموندله چې خپل غږ مې بېرته وموند.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د سوله ساتو نړیواله ورځ؛ ګوټرېش: نړۍ تر بل هر وخت ملګرو ملتونو ته ډېره اړتیا لري
بهرني خبرونه

ګوتېرېش په نړۍ کې د نښتو د درېدو غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792682857]
پسکوف: د سولې پلاوي ته د روسیې د کنګل شوې شتمنې لېږد لا وروستی شوی نه دی
بهرني خبرونه

پسکوف: ابوظبۍ د روسیې، امریکا او اوکرایین ترمنځ د درې اړخیزې ناستې احتمالي ځای دی

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792678855]
یونیسف: په افغانستان کې څه باندې ۳۹ زرو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
ټولنه

یونیسف: په افغانستان کې څه باندې ۳۹ زرو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792677556]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.