په پیاله کې د چای تاو پورته شو او مریم خپلې سترګې پر مېز یوه نامعلوم ټکي پورې وګنډلې. کله یې چې د کابل په اړه خبرې کولې، د هغو ورځو چې د پوهنتون د یوې څوکۍ لپاره یې مبارزه کړې وه، ستونی یې له ژړا ډک شو. غږ یې مات مات کېده، خو نظر یې مات نه شو؛ د هغې نجلۍ نظر چې د خپلو هیلو مرګ یې لیدلی و، خو د خاطرو هدیرې ته یې ځان نه و سپارلی.
هغې ته مخامخ ناسته یم؛ د هغې نجلۍ چې یو وخت یې د کابل له خاورو ډکو کوڅو کې د بیولوژي د کتابونو بوی خپراوه، اوس په یوه پردي وطن کې له پېچکارۍ، سېروم او د جراحي له درنو کتابونو سره مبارزه روانه ساتي. دا د هغې نجلۍ روایت دی چې د ماتې له جغرافیایي پولو واوښته او د استبداد له ایرو څخه یې د درد او پوهاوي حماسه رامنځته کړه.
کابل او له سقوط وړاندې وروستۍ ورځې چې د هیلې او کابوس ترمنځ برزخ کې یې لاسوپښې وهلې؛ د دغه ښار له خاورو ډکو کوڅو کې یوه نجلۍ وه چې په ټول وجود یې خپلې ریښې ټینګې کړې وې، څو راتلونکی له سره تعریف کړي. مریم نومېده؛ د همدغه ټپي وطن نجلۍ، له داسې روښانه سترګو سره چې د سترو هیلو رڼا پکې ځلېده او داسې لاسونو سره چې د بیولوژي د کتابونو او د کیمیا د فورمولونو بوی ترې پورته کېده.
هیله یې نمایشي نه وه؛ مریم غوښتل ډاکټره شي. هغې غوښتل د هغو خلکو د ستړو او ټپي بدنونو مرهم شي چې کلونه یې په دې جغرافیه کې خپل دردونه په چوپتیا کې زغملي او تېر کړي. دغه ارمان ته د رسېدو لپاره یې دوه بشپړ کاله، شپه یې له ورځې او ورځ یې له شپې سره وتړله. د کانکور د چمتووالي په ټولګیو کې یې اوږه په اوږه له درنو کتابونو سره مبارزه وکړه، تر دې چې غوښتل یې خپل نوم د کابل طبي پوهنتون په طب پوهنځي کې د بریالیو محصلانو په نوملړ کې وویني.
خو برخلیک کله کله سختي کوي؛ بخت ورسره یاري ونه کړه او یوازې د څو نومرو په توپیر له دولتي طب پوهنځي پاتې شوه. خو په نوملړ کې یې ۳۰۰ نومرې روښانه ځلېدې؛ هغه چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ته یې ورسوله. دین د هغې په سترګو کې ځانګړی ځای درلود او اصول یې ورته درانه و، خو د مریم زړه بل ځای و. نه یې غوښتل ملا، خطیبه یا دیني عالمه شي؛ هغې د ژوند نبض د انسان د بدن، د حجرو په شناخت او د دردونو په درملنه کې لیده.
د مور او پلار په ټینګار چې هغه مهال یې پوهنتون ته تګ د بقا سنګر باله، مریم د کابل پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې یو سمسټر ولوست. خو د مریم روح له دې څانګې سره جوړ نه و. هر ټولګی، هر کتاب او هره کلمه چې هغه یې د سپینې چپنې اغوستلو له خوبه لرې کوله، لا ډېره تنګوونکې ورته ښکارېده.
له یوه سمسټر وروسته یې د ژوند تر ټولو لویه پرېکړه وکړه؛ له کابل پوهنتونه یې ځان منفک کړ، څو په هغو پیسو چې مور او پلار یې په زحمت برابرې کړې وې، یوه شخصي پوهنتون ته لاړه شي. لګښت یې دروند و، ملا ماتوونکی و؛ خو د مریم مور او پلار د خپلې لور هوډمنو سترګو ته وکتل او جیبونو ته یې لاس کړ. هغوی چمتو و چې هره بیه پرې کړي، څو مریم د ډاکټرې کېدو هیلې ته ورسېږي.
شخصي پوهنتون پیل شو او مریم شپه او ورځ، داسې لکه له مرګ سره چې سیالي کوي، درس ووایه. د پوهنتون دوه کاله یې په هماغو دهلیزونو کې تېر شول. هره ورځ چې تېرېده، د ټولګیو د ضدعفوني شویو خونو بوی، د ماډلونو د هډوکو لیدل او د پټالوژۍ د کتابونو اړول به هغه د خپل پوره شوي خوب پر لور یو ګام نور هم نږدې کوله. نوموړې به د خپلې کوټې په هنداره کې ځان داسې لیده، چې د غاړې پر سر یې سټیتوسکوپ پروت وي؛ ډاکټره مریم.
خو ناڅاپه د ځمکې څرخ ودرېد او د کابل اسمان پیکه شو. تاریخ د یوه درانه غم پاڼه واړوله. پر ښار د یوه ټولواک او تمامیت خوا فکر دروند سیوری خپور شو. حکومت ړنګ شو؛ د «عمومي بښنې» لویه دروغجنه دعوه هرې خوا ته خپره شوه، خو په عمل کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې. د جنسیتي اپارتاید زنځیرونه د امر بالمعروف د فرمانونو په څټک راښکته شول او د مریم ارمان په توره غرمه کې د پوهنتون د تړلو دروازو تر شا، نیمګړی پاتې شو.
له ټولګیو غږ پورته نه شو؛ یوازې د ناپوهۍ درانه ګامونه اورېدل کېدل، هغه چې د یو ملت نیمایي راتلونکی یې لوټاوه. مریم په کور پاتې شوه، خو دغه تدریجي مرګ ته یې غاړه کېنښوده. په همدغو تورو او له ګډوډۍ ډکو ورځو کې د امنیتي ګواښونو سیوری هم دروند شو. د مریم پلار په تېرو کالو کې له بهرنیو ادارو سره کار کړی و او اوس یې نوم د واکمنو د غچ اخیستونکو په تور نوملړ کې شامل شوی و.
په وطن کې پاتې کېدل، یعنې خاموش مرګ یا د استخباراتو زندان. کورنۍ یې اړ شوه چې د ژوند دویمه ستره او ترخه پرېکړه وکړي؛ له وطنه وتل، له خاطرو سره مخه ښه او له هغو کوڅو بېلېدل چې مریم به پکې منډې وهلې. هغوی له پولې واوښتل، د کډوالۍ له کړاوونو تېر شول او په پای کې امریکا ته ورسېدل؛ یوې بلې وچې، یوې نابلدې نړۍ، یوې ناپېژندل شوې ژبې او پردي کلتور ته.
هغې نجلۍ ته چې په کابل کې یې د جراحۍ او د انسانانو د ژوند ژغورلو ارمان په زړه کې روزلی و، امریکا ورته په لومړیو ورځو کې د نامفهومو کلیمو یو دېوال و. مریم باید ان د انګلیسي ژبې الفبا له سره زده کړې وای او د کلمو تلفظ یې د یوه کوچني ماشوم په څېر تمرین کړی وای. ژبه یې په ذهن کې د لوړ ولتاژ برېښنا د تار په څېر شرنګېده، خو د تسلیمېدو له جنسه نه وه.
مریم د دې پر ځای چې د کوټې په یو کونج کې زنګون ووهي او پر تېر وژاړي، د ژبې د زدهکړې کتابچه یې پرانیسته. پوهېده چې بېرته د درملنې او طب مسیر ته د ستنېدو لپاره باید له ټولو ټیټې زینې پیل وکړي. هغه لار چې نن پرې ګامونه اخلي، د همدغه افسانوي مقاومت ژوندۍ بېلګه ده.
په روغتون کې یې اوسنۍ دنده «فلبوتومېسټ (Phlebotomist)» ده؛ هغه چې په لابراتوار کې د ناروغانو له بدنه وینه اخلي. هغې ته چې د ډاکټرې پوهه او فکر لري، دا ساده او ستړی کوونکی کار ښکاري، خو مریم هره پيچکاري وینه چې د ناروغ له مټه یې اخلي، د ژوند نبض او هڅه راژوندۍ کوي.
نوموړې دغه کار ته د تمځای په سترګه نه ګوري؛ بلکې دا ورته لومړنۍ زینه ده. هغه هممهاله خپلې زدهکړې او تخصصي کورسونه هم تعقیبوي، څو ډېر ژر د «جراحۍ تخنیکرې» (Surgical Technologist) په توګه په عملیات خونه کې دنده پیل کړي؛ هلته چې د جراحۍ د مېز تر څنګ، د جراح ډاکټر په څنګ کې او د عملیات خونې د روښانه څراغونو تر منځ ولاړه وي؛ هغه ځای چې لاسونه به یې د ژغورنې له وسایلو سره تړلي وي.
خو مریم به دلته هم ونه درېږي؛ سترګې یې لوړو څوکو ته نیولې دي. نوموړې هوډ کړی چې له دغو زینو هم پورته وخېژي او یوه ورځ به د ډاکټرۍ سپینه چپنه، نه د له لاسه وتلي کابل په خیال کې، بلکې په خپلو ټینګو ګامونو پر تن کړي.
دا روایت هغه نظام ته درنه څپېړه ده چې ګومان یې کاوه، د پوهنتونونو په تړلو کولی شي د دغې جغرافیې د ښځو په ذهنونو کې د پوهې او ژوند څراغ مړ کړي. طالبان وتوانېدل په ټوپک لارې ګودرې ونیسي، ټولګي وتړي او نجونې له ښاري ژونده ورکې کړې، خو ونه توانېدل چې د مریم د ارمان حجرې وسوځوي.
مریم ثابته کړه چې د یوې افغانې ښځې هویت په یوه استخباراتي مکتوب یا قومي فرمان پورې نه دی تړلی. د دې خاورې ګډ وجدان باید د دغو نجونو په درناوي خولۍ له سره پورته کړي؛ هغو نجونو ته چې کله په خپل وطن کې له حرکته پاتې کړل شوې، له یوې بلې وچې څخه راپاڅېدې او د لویدیځ په پردۍ الفبا یې د «مقاومت» کلمه له سره ولیکله.
په افغانستان کې دننه د پښتنو، تاجکو، هزارهو او ترکمنو عام او شریف ولس هره ورځ د دغو ګلونو د رژېدو شاهد دی او پر دغه بدوي خپګان لعنت وایي. د مریم برخلیک یوه ژوندۍ بېلګه ده چې پوهه او شعور داسې کوچنۍ پدیده نه ده چې په داغ پاکه شي؛ مریم د لابراتوارونو له لارې د ناروغانو له رګونو وینه اخلي، څو عملیات خونې ته ورسېږي او دغه تور استبداد ته پیغام ورکړي چې د دې خاورې نوی نسل به له ایرو د تاریخ راتلونکي جراحان وي.





