۸صبح، کابل: افغان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په درېیمه لوبه کې له اوکرایین څخه د ۴ – ۱ په مقابل کې ماتې ومنله.
دا لوبه شنبه د وږي پر ۳۱مه د ازبکستان په اندیجان لوبغالي کې وشوه چې د اوکراییني لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د لوبې لومړی ګول په څوارلسمه دقیقه کې اوکراییني لوبغاړي وواهه او دویم ګول یې یوه دقیقه وروسته وکړ.
اوکرایین ملي لوبډلې درېیم او څلورم ګولونه د لوبې په دویمه نیمايي کې ووهل او خپله بریا یې یقینی کړه.
په ځواب کې ځوان افغان لوبغاړي مهران غلامي د لوبې د دویمي نیمايي په پنځمه دقیقه کې ګول وواهه.
دا د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام لوبو کې د افغان لوبډلې دویمه ماتې وه.
د یادونې ده چې اوکرایین له دغې بریا وروسته شپږ امتیازه واخیستل او په جدول کې یې دویم ځای خپل کړ.
افغان لوبډله د درېیو امتیازو په لرلو د جدول په درېیم ځای کې ده.





