د راپورونو له مخې، د اوکرایین پر پلازمېنې کییف باندې د روسیې د هوايي بمبارۍ په پایله کې نهه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۰ نور ټپيان دي.
رویټرز خبري اژانس پنجشنبه د اپریل پر ۲۴مه راپور ورکړی چې په دغه برید کې څه باندې ۲۰۰ توغندي او ډرون توغول شوي دي.
اوکراییني چارواکو ویلي چې تر خاورو لاندې کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
د یادونې ده چې دا پر کییف باندې د روان میلادي کال په ترڅ کې د روسیې شدیده بمباري ګڼل کېږي.





