۸صبح، کابل: د بېل او میلېنډا ګیټس بنسټ ویلي چې د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په همکارۍ به د افغانستان د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا لپاره یوه نوې پروژه پېل کړي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د جنوري پر ۲۵مه په یوې خپره کړې مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته کړې چې د دغه پروګرام د پېلېدو موخه دا ده څو په افغانستان کې د پولیو رېښې له منځه لاړې شي.
د ګیټس بنسټ د نړیوالې پراختیا مشر ډاکټر کریس الیاس ویلي چې نوموړی بنسټ داسې پروګرامونه پېلوي څو د پولیو له ختمولو سره مرسته وکړي.
هغه ټینګار کړی چې دا اقدام به نه یوازې د پولیو په ختمولو کې مرسته وکړي، بلکې د افغانستان روغتیایي سیستم به هم پیاوړی کړي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د دې پروژې بودیجه به د اسلامي پراختیایي بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق له لارې اداره شي څو په هېواد کې لومړني روغتیايي خدمات ښه شي.
دا مهال، افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې فعال دی.
له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال په افغانستان کې د پولیو ۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.





