۸صبح، نورستان: د نورستان ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ له امله درې ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.
سرچینو دوشنبه د سلواغې پر ۸مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه په کامدېش ولسوالۍ کې شوې ده.
په نورستان کې طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ویلي نهدي.
د دې ماشومانو د هویت او عمرونو په تړاو نور جزیات نشته.
نورستان د افغانستان یو غرنی ولایت دی چې خلک یې له ډېرو کلونو راهیسې له جدي روغتیايي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان څه موده مخکې ویلي و چې پر شري ناروغۍ ۸۰ سلنه اخته کسان له پنځو کلونو کم عمرلرونکي ماشومان دي.
نوموړي سازمان تېرکال په یو راپور کې ویلي و چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ټولټال ۳۳۵ زره او ۶۰ کسان پر شري اخته شوي او له دې جملې څخه یو زرو او ۷۶ کسانو خپل ژوند بایللی دی.





