۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۲۷۹.۷ میلیون ډالر بودیجې ته اړتیا ده.
اوچا سهشنبه د مرغومې پر ۲۵مه په اېکسپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۵ پرمهال به په افغانستان کې شاوخوا ۱۴.۳ میلیونه انسانان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري.
د دغه سازمان په وینا، ټاکل شوې چې نږدې ۹.۳ میلیونه کسانو ته روغتیايي مرستې وړاندې شي.
نوموړي سازمان زیاته کړې چې روغتیایي مرستو ته ۵۳ سلنه ښځې اړتیا لري او او په پاتې نورو کې ماشومان او معلولیتلرونکي کسان شامل دي.
د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ پرمهال به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشرپاله مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا زیاته کړې چې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۲.۲۴ ملیارد ډالر مرستې ته اړتیا ده.
یاد سازمان په ۲۰۲۴ کال کې له افغان ولس سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ ملیارد ډالر بودیجې غوښتنه کړې وه چې د دې پیسو شاوخوا ۴۰ سلنه تأمین شوې ده.





