• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ناسم باورونه او په روغتيايي برخه کې ستونزې؛ کندهار کې په يوناني بوټو درملنه ډېره شوې

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۱۸ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۷ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1736244617]
Exclusive

Exclusive

په افغانستان کې د بې‌سېوادۍ کچې لوړېدل او  روغتيايي برخه کې شته ستونزې ددې لامل شوي چې خلک د ځان درملنې لپاره داسې کړنو ته مخه کړي چې روغتيايي ګټه يې کمه او لګښتونه یې زيات شي. د کندهار ولس وايي، په ياد ولايت کې په دې ورستيو کې يو ځل بیا د يوې لسيزې وړاندې په څېر عامو خلکو د بېلابېلو ناروغيو لپاره د يوناني بوټو کارولو ته مخه کړې ده. د دغه ولايت يو اوسيدونکی عاصم‌الله (مستعار نوم) وايي چې په کندهار کې عام خلک په دي باور دي چې يوناني درملنه تر طبي او تخصصي درملنې هم غوره ده او هم يې لګښتونه کم دي. هغه وايي چې په دې ورستيو کلونو کې عام خلک خپل هر ډول ناروغان د درملنې په موخه يوناني کنتځايونو ته ور وړي او د يوناني بوټو څخه جوړ شوي درمل اخلي.

نوموړی زياتوي: «زموږ په کندهار ولايت کې عام خلک خپل ناروغان د درملنې په هدف يوناني ډاکټرانو ته  ور وړي يوه ګټه يې دغه ده چې يوناني ډاکټران لږې پيسې اخلي، بله ګټه يې دغه ده چې لاس رسۍ ژر ورته کېږي او بله ګټه يې دا ده چې درملنه يې غوره ده. د ډيرو کلونو څخه دلته په يوناني بوټو درملنه رواج ده، خو په دې ورستيو کلونو کې ډېره زياته شوي ده.»

د کندهار خلکو په خبره، دا ورستي کلونه په کندهار کې په خصوصي روغتيايي برخه کې د غيرې مسلکيتوب او بې کیفيته درملو موجودیت ددې لامل شوي چې د ناروغيو درملنه په ښه ډول ترسره نه شي، ځکه خلک زړه ښه کوي چې د تخصصي درملنې پر ځای د خپلو ناروغيو درملنه په يوناني کتنځايونو کې وکړي.د کندهار يوه بل اوسيدونکي سورګل له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې په هر روغتيايي مرکز کې د يوې عادي ناروغۍ پر سر ورڅخه زياتې پيسې اخلي،  ځکه خلک اړ کېږي چې د خپلو ناروغيو درملنه په کم لګښت په يوناني بوټو وکړي.

نوموړی وايي که دولتي روغتونونه زيات او په خصوصي روغتيايي  مرکزونو کې مسلکي روغتيايي کارکوونکي کار وکړي، نو خلک به د يوناني بوټو پر ځاي د خپلو ناروغانو درملنه په تخصصي روغتيايي مرکزونو کې وکړي. هغه زياته کړه: «ولاکه په ټول کندهار کې داسې شخصي ځاي وي چې موږ دې خپل ناروغان ورولو او ښه درملنه دي وکړي. دلته چې څومره روغتيايي مرکزونه دي ټول داسې کسان پکښې ناست دي چې هېڅ درملنه نه ورسره کېږي تر هغه وخت پیسې اخلي، ترڅو چې موږ سره پیسې خلاصې شي. ټول خلک مجبوره دي چې يوناني حکیمانو ته ورشي او په لږو پيسو د ځان درملنې لپاره د يوناني بوټو څخه له جوړ شوو درملنو څخه ګټه واخلي.» د معلوماتو له‌مخې، په کندهار ولايت کې دا مهال ۶۰ داسې ځايونه شته چې په یوناني بوټو د خلکو درملنه کوي.

په کندهار ولايت کې د یوناني طبیبانو د ټولنې يوه غړې چې د امنيتي ستونزو له امله يې موږ دلته په راپورکې نوم نه دی ذکر کړی، له ۸صبح ورځپاڼې سره يې په خبرو کې وويل چې دا مهال په افغانستان  کې د  درملنې «یو زرو او ۵۰» ډوله بوټي شته چې دلته په يوناني طبابت کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي. هغه وايي چې هېواد ته د بي کیفيته درملو راووړل او د درملو لوړ قيمتونه ددې لامل شوي چې خلک د درملو پر ځاې په يوناني بوټو د خپلو ناروغيو درملنه وکړي.

نوموړی وايي: «په کندهار کې اوس مهال ۶۰ داسې ځايونه شته چې په يوناني بوټو د خلکو درملنه کوي. په ټول افغانستان کې یو زرو او ۵۰ ډوله يوناني بوټي شته چې موږ دلته په افغانستان کې ورڅخه ګټه اخلو. خلک ځکه موږ ته راځي چې په ښار کې د درملو کیفيت ښکته دی او قيمتونه يې لوړ دي.»

يوناني درملنه چې يوه دوديزه درملنه ده، ډېر کلونه پخوا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د درملنې په موخه له يوناني بوټو څخه په درملنه کې ګټه اخیستل کېده، خو د طبابت په عصري کيدو سره دغه دوديزه درملنه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پای ته ورسېده، خو د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونو کې لاهم په يوناني بوټو درملنه پر ځای پاته ده او خلک یې د خپلو ناروغيو درملنې لپاره کاروي.

يو شمېر روغتياپالان په يوناني بوټو درملنه غوره نه ګڼي او زياتوي چې په يوناني بوټو درملنه ډېری وخت جانبي غوارض لري او ځيني وخت د انسانانو د مړيني لامل هم ګرځي. د کندهار ترڅنګ په کابل او د هېوادو په ګڼ‌شمېر نورو ولایتونو کې هم خلک د بېلابېلو لاملونو له امله د خپلو ناروغيو درملنه په يوناني بوټو کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسی؛ نورستان کې شري ناروغۍ درې ماشومان مړه کړي

۸ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737975085]
په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو ناوړه وضعیت؛ ۸۰ سلنه تاوتریخوالی د طالبانو له خوا کېږي
خبرونه

اوچا: افغانستان د روغتیايي خدمتونو لپاره له ۲۷۹ میلیون ډالر څخه ډېرې بودیجې ته اړتیا لري

۲۵ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1736847090]
د افغانستان له روغتیايي سیسټم څخه د ګیټس بنسټ او سیمې هېوادونو ملاتړ
خبرونه

د افغانستان له روغتیايي سیسټم څخه د ګیټس بنسټ او سیمې هېوادونو ملاتړ

۲۵ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1736831307]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.