۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په همکارۍ او اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د نیمروز په میلک/وریښمو پله کې د بېړنیو روغتیايي خدماتو یو مرکز جوړ شوی دی.
دغه بنسټ چهارشنبه د لړم پر ۲۰مه راپور ورکړی چې دا مرکز د روان کال د اکتوبر پر ۲۶مه پرانېستل شوی او د بېړنیو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه فعالیت کوي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره، دا مرکز ښځو، ماشومانو، عمر خوړولو او نورو اړمنو ته بېړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
نوموړي سازمان زیاته کړې چې په دغه مرکز کې یې روغتیايي کارکوونکو ځای پر ځای کړي او پر اړینو درملو، روغتیايي تجهیزاتو او درملیزو کڅوړو سمبال دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، هغه کسان چې د ټپونو یا جدي روغتیايي ستونزو له امله پولې ته رسېږي، سملاسي یې معاینه او درملنه او د اړتیا پر مهال روغتونونو ته لېږدول کېږي.






