۸صبح، کندهار: په کندهار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې پر درمل پلورونکو د طالبانو په ډزو کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲۰مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو له غرمې وروسته د امر باالمعروف او نهی عن المنکر له محتسبانو سره یو ځای د نوي سړک په سیمه کې د درملو بازار ته ورغلي و.
سرچینې وايي چې طالبانو غوښتل پاکستاني درمل ټول کړي.
هغوی د درمل پلورونکو له غبرګون سره مخ شوي او د دواړه غاړو ترمنځ لفظي شخړه شوې ده.
د سرچینو په خبره، طالبانو د دغې شخړې پر مهال پر درمل پلورونکو ډزې او پنځه کسان یې ټپيان کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې له دې پېښې وروسته ځینو خلکو د طالبانو د موټرو شیشې ماتې کړې.
ورته مهال د درمل پلورونکو له بازاره یوه سرچینه وايي چې طالبانو غوښتل له قانوني لارې وارد شوي درمل هم ټول کړي.
هغه درمل چې د سرچینو په خبره، ګمرکي محصول یې ورکړل شوی دی.






