۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې د ماشوم د خوښې وړ چاپېریال رامنځته کول له ماشومانو سره مرسته کوي زدهکړې وکړي، لوبې وکړي او خپلې راتلونکې ته چمتو شي.
دغه بنسټ دوشنبه د لړم پر ۱۹مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا ډول چاپېریال په بدخشان کې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ جوړ شوی او ماشومان پکې د ښوونې او ودې فرصت لري.
یونیسف ویلي، هغه ماشومان چې مخکې ښوونځي ته له تګه او ملګرو بېبرخې و، اوس کولی شي لیکل زده کړي، لوبې وکړي او خپلې راتلونکې ته موخه وټاکي.
نوموړي بنسټ ټينګار کړی چې ماشومانو ته د خوندي او مناسب چاپېریال رامنځته کول له هغوی سره مرسته کوي د ماشومتوب ښه دوره ولري او خپلې وړتیاوې پکې وروزي.





