روسی پلاوی د امریکا او اوکرایین له استازو سره د خبرو لپاره ابوظبۍ ته روان شوی دی.
ټاس خبري اژانس دوشنبه د نومبر پر ۹مه راپور ورکړی چې ټاکل شوې دا خبرې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۰ او ۱۱ په ابوظبۍ کې وشي.
د روسي پلاوي مشري د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال ولادیمیر مدینسکي کوي او د اوکراییني پلاوي مشري بیا د دغه هېواد د بهرنیو استخباراتو رییس رستم عمروف پر غاړه لري.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې د دغو مذاکراتو اصلي محور به امنیتي تضمینونه وي.
نوموړي ویلي چې په دغو مذاکراتو کې به د اروپايي هېوادونو استازي برخه ونه لري ځکه هوکړه شوې چې خبرې به د روسیې، امریکا او اوکرایین ترمنځ کېږي.





