۸صبح، کابل: د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د هغو افغانو د اېستلو بهیر هم پیل کړی دی چې جرمي مخینه نه لري.
جرمنۍ ورځپاڼې پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۸مه راپور ورکړ چې لږ تر لږه پنځه افغانان چې هیڅ ډول جرمي مخینه نه لري، د جرمني د اېستلو په توقیف ځایونو کې ساتل کېږي.
جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانانو اېستل د څو کلونو لپاره ځنډولي وو خو دا بهیر د ۲۰۲۴ کال په مني کې بېرته پیل شو.
تاتس لیکلي چې د جرمني فدرالي پولیسو په وروستیو اوونیو کې د افغانانو پر وړاندې خپل چلند بدل کړی دی خو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په روان کال کې تر اوسه ۷۷ تنه افغانان د چارټر الوتنو له لارې بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو سازمانونو څو ځلې خبرداری ورکړی چې افغانستان د کډوالو د جبري ستنېدو لپاره خوندي ځای نه دی.
د دغو بنسټونو په وینا بېرته ستانه کړای شوي کسان نه یوازې د نیول کېدو، شکنجه کېدو او ناوړه چلند له خطرونو سره مخ دي بلکې د ژوند په چارو کې له جدي ستونزو لکه د سرپناه، مالي سرچینو له کمښت او بنسټیزو خدمتونو ته له محدود لاسرسي سره هم لاس او ګرېوان دي.





