۸صبح، کابل: جرمني منلې چې د اګست په وروستیو کې دغه هېواد ته د طالبانو یوه درې کسیز پلاوي سفر کړی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت چهارشنبه د وږي پر ۱۱مه ویلي چې دا پلاوي له افغانستانه جرمني ته تللی او د افغانانو د ایستلو او د تخنیکي او قونسلي همکاریو اړوندې چارې څاري.
د بشري حقونو څار سازمان د افغانانو د جبري ستنولو لپاره له طالبانو سره د جرمني له تعامله اندېښنه ښودلې ده.
د بشري حقونو په څار سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وايي چې د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره د جرمني همکاري «وېرونکې» ده.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د طالبانو یو درې کسیز پلاوی جرمني ته تللی دی.
دا پلاوی تېره چهارشنبه جرمني ته رسېدلی او ټاکل شوې چې درې اوونۍ په دغه هېواد کې پاتې شي.





