۸صبح، کابل: جرمني ۲۲ افغانان چې په دغه هېواد کې یې جرمي مخینه لرله، په یوې چارتر الوتکه کې کابل ته ستانه کړي دي.
جرمني رسنۍ «ولت» سهشنبه د وږي پر ۱۰مه راپور ورکړی چې په دې کې څلور کسان د تورینګن له ایالته ایستل شوي.
د راپور له مخې، دغو کسانو په بېلابېلو قضیو لکه غلا، اخاذۍ او جنسي تېري کې مخینه لرله او پر یوه یې شاوخوا ۳۰ قضیې ثبت شوې وې.
دا کسان د ډلهییزو ایستلو په چوکاټ کې له جرمني کابل ته لېږل شوي او دغه هېواد په وروستیو میاشتو کې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د طالبانو یو درې کسیز پلاوی جرمني ته تللی او دا له دغه هېواده د ډېرو افغانانو له ایستلو سره تړاو لري.





