• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له بايډن سره د غني او عبدالله ليدنه؛ د وتلو پروګرام کې بدلون رانغی، خو امريکا له افغانستانه د ملاتړ ژمنه تازه کړه

۸صبح ۸صبح
۵ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۲۶ جون ۲۰۲۱ [t_time:1624704525]

۸صبح، کابل: ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله او مل پلاوي يې د چنګاښ مياشتې په څلورمه جمعه مازديګر د امريکا ولسمشر جو بايډن سره په سپينه مانۍ کې وليدل.

د امريکا ولسمشر په دې ليدنه کې اعلان وکړ چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه بهر کېږي، خو له افغانستانه د امريکا ملاتړ دوام کوي.

ولسمشر غني هم په دې ليدنه کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د بايډن تصميم تاريخي ګڼلی او ټينکار يې کړی چې دې تصميم ته احترام لري او ترې ملاتړ کوي.

د سپيڼې ماڼۍ د اعلان مطابق بايډن په دې ليدنه کې د افغان ښځو، نجونو، لږکيو په ګډون د افغانستان له خلکو څخه د امريکا تلپاتې ملاتړ او غير پوځي، پرمختيايي او بردوستانه مرستو دوام باندې ټينګار کړی دی.

د امريکا ولسمشر همداراز ژمنه کړې چې افغان امنيتي ځواکونو سره به د امریکا مرستې دوام وکړي.

بايډن په دې ليدنه کې ټينګار کړی چې د افغانستان مشران بايد د دې هېواد سولې او ثبات په اړه يو نظر ولري او يووالي ته ورسېږي.

جو بايډن ويلي چې که څه هم امريکايي سرتېري افغانستان پرېږدي، خو دوامداره او دوه اړخيزه ملتيا او مشارکت به دوام ومومي.

په ورته وخت کې د امريکا سنا مجلس د لږکيو برخې مشر ميچ مکانل هغه وړانديز چې له بايډن يې غوښتي ؤ څو د ځواکونو د وتلو پروسه وځنډوي، ونه منل شوه. ميچ مکانل دغه وړانديز له غني او عبدالله سره په ليدنه کې وړاندې کړی ؤ.

بايډن همدرانګه ټينګار کړی چې د افغانستان او امريکا مشارکت پايته نه رسېږي او دوام به ومومي.

هغه زياته کړه، امريکايي سرتېري له افغانستانه وځي، خو له افغان پوځ سره د مرستې او اقتصادي او سياسي ملاتړ په برخو کې به له افغانستانه د امريکا ملاتړ پايته ونه رسېږي.

ولسمشر جو بايډن زياته کړه چې افغانان بايد خپله د خپلې راتلونکې په اړه تصميم ونيسي، خو امريکا به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

بايډن همدرانګه د «بې ګټې» تاوتريخوالي په فوري بندېدو ټينګار کړی دی.

په مقابل کې ولسمشر غني هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د بايډن تصميم تاريخي ګڼلی او ټينکار يې کړی دی چې دې تصميم ته احترام لري او ترې ملاتړ کوي.

د ولسمشر غني په وينا، امريکا او افغانستان د خپلو اړيکو نوي فصل ته د ننوتو په درشل کې دي او دې تصميم ته درناوی لري او ملاتړ ترې کوي.

د سپينې ماڼۍ لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سوله‌ييز او باثباته افغانستان لپاره امريکا له ډيپلوماتيکو لارو اقتصادي همکاريو او مرستو ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا چې افغانستان بياځلې د ترهګرو پټنځای باندې وانه وړي، نو له افغانستان سره به د امريکا مشارکت او ملاتړ روان وي.

سپيڼې ماڼۍ په افغانستان کې د ثبات، اقتصادي ودې، د ښځو او لږکيو په شمول د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو پر ساتنې ټينګار کړی دی.

د سپينې ماڼۍ د اعلان له مخې، امريکا له ۲۰۰۲ کال راهيسې له افغانستان سره د امنيت په برخه کې ۸۸ ميليارد ډالره، په غير نظامي برخه کې ۳۶ ميليارد ډالره، د ښځو او نجونو په برخه کې ۷۸۷ ميليونه ډالره او نږدې ۳.۹ ميليون ډالره بشردوستانه مرستې کړې دي.

جو بايډن له غني او عبدالله سره په ليدنه کې همداراز له افغانستان سره د امریکا د درې ميليونه ډوزه کرونا واکسين د مرستې يادونه هم وکړه. هغه همدارنګه په دې برخه کې د لا همکارۍ ژمنه کړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د چنګاښ په دويمه امريکا ته ولاړل. دوی په دې سفر کې د امريکا دفاع وزیر، سناتورانو، د ملي امنيت سلاکار، د امريکا سياسي څېرو، امريکايي سرتېرو د قربانيو کورنيو او د امریکا سنا مجلس رئيسې سره يې وليدل.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی
بهرني خبرونه

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792867514]
اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي
بهرني خبرونه

اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792863342]
په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ
خبرونه

په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792860608]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.