د افغانستان پخوانی ولسمشر محمداشرف غني له نن شپږ کاله او نهه میاشتې او اته ورځې مخکې (د ۲۰۱۹ کال د نومبر پر ۲۸مه) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه د بګرام هوايي اډې ته لاړ او له هغه سره یې وکتل؛ داسې چې تر رسمي خبرو ډېره «احضار» ته ورته وه، نه د دوو خپلواکو هېوادونو د جګپوړو چارواکو ترمنځ رسمي لیدنې ته. هغه مهال دا لیدنه ډېره رسنیزه شوه؛ ځکه له غني سره د ټرمپ چلند «نارسمي» او له ډیپلوماتیکو تعارفاتو او تشریفاتو لرې و. د پام وړ او رسنیزه صحنه یې بیا دا وه چې غني له ټرمپ څو ګامه شاته، د کوربه له خوا ډيپلوماتیکو ادابو ته له پاملرنې پرته د امریکايي سرتېرو تر څنګ ولاړ و، ان د امریکا بیرغ ترڅنګ د افغانستان درې رنګه بیرغ هم نه ښکارېده. کله چې د غني لنډه وینا پای ته ورسېده، ټرمپ بیا هم څو ګامه شاته، د امریکايي سرتېرو تر څنګ ولاړ وساته؛ البته دا کار هم د معمولو ډیپلوماتیکو کړنلارو خلاف و.
کله چې د جان بولټن (د ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت سلاکار) خاطرات ولوستل شي، داسې څه ذهن ته راځي چې د غني او ټرمپ د لیدنې خاطره ژوندۍ کوي: د عراق د هغه مهال لومړي وزیر عادل عبدالمهدي په عین الاسد پوځي اډه کې له ټرمپ سره له لیدنې ډډه کول. بولټن په خپل کتاب کې لیکلي: «کله مو چې د اعلامیې مسوده بشپړه کړه، څرګنده شوه چې لومړی وزیر عبدالمهدي نه راځي، دا د هغه له لوري یوه لویه تېروتنه وه. د نوموړي سلاکارانو هغه قانع کړی و چې د عراق د لومړي وزیر لپاره مناسبه نه ده چې له ولسمشر ټرمپ سره په یوې امریکايي پوځي اډې کې وګوري؛ که څه هم دا اډه په بشپړه توګه د یوې عراقۍ اډې په منځ کې پرته وه (هغه چې یوه وخت زموږ په واک کې وه). پر ځای یې دواړو پر ټیلیفون خبرې وکړې او ټرمپ عبدالمهدي سپینې ماڼۍ ته وباله چې دا یوه مثبته نښه وه.»
د بولټن د روایت اړوند څو ټکي د پام وړ دي: ۱ – د نوموړي په اند، د عراق لومړي وزیر «لویه تېروتنه» وکړه؛ ۲ – د عبدالمهدي سلاکارانو د نوموړي د لیدنې مخه ونیوله، که نه ښايي عینالاسد ته تللی وای؛ ۳ – عبدالمهدي نه یوازې ونه رټل شو چې وستایل هم شو او ټرمپ سپینې ماڼۍ ته وباله. که درېیم ټکی د ارزونې بنسټ وګرځول شي، پر غني شوې نیوکې دومره هم بېځایه نه ښکاري.
بل پلو، پورته دواړه پېښې څو ګډ اړخونه لري: ۱ – غني او عبدالمهدي هغو اډو ته بلل شوي وو چې امریکايي پوځيان پکې دېره وو؛ ۲ – امریکا په دواړو هېوادونو (افغانستان او عراق) کې نظامي حضور لاره، په دې توپیر چې له کابل وتلې وه او له عراقه نه؛ ۳ – د دواړو هېوادونو مشران د یوه کس (ټرمپ) لیدنې ته بلل شوي وو؛ خو توپیر دا و چې یوه یې سملاسي بلنه ومنله، خو بل یې نه؛ ۴ – رژیمونه په دواړو هېوادونو کې ړنګ شول، هغه هم د امریکا په پوځي برید او لنډه موده کې؛ ۵ – هغه مهال دواړه هېوادونه له امریکا سره تړلي وو، البته کچې یې توپیر لاره. پر امریکا باندې د عراق وابستګي لا هم پر ځای ده، خو د افغانستان په اړه د بحث وړ ده؛ ځکه کابل یو ځل بیا د «رژیم بدلون» تجربه کړ او نوی نظام د سترو قدرتونو، په ځانګړې توګه د امریکا پر وړاندې د نه ژمنتیا خبره کوي؛ خو د شک وړ ده.
په دې کې بیا له نورو ګډو اړخونو د تړلتیا (وابستګۍ) موضوع ډېره د پام وړ ده؛ ځکه ټرمپ د همدغه عنصر پر بنسټ د دواړو هېوادونو مشران دوو پوځي اډو ته بللي وو. په بله وینا، له امریکا سره تړلتیا د کمزورو هېوادونو د «کمزورۍ ټکی» دی او د دغو هېوادونو واکمنان اړ دي چې د سپینې ماڼۍ د واکمنانو له غوښتنو سره سم عمل وکړي (البته نه په هر وضعیت کې). له همدې امله، ښايي ځینې استدلال وکړي چې پر امریکا د «شل کلن جمهوریت» تړلتیا غني اړ کړ چې بګرام ته ورشي. خو عینالاسد ته د عبدالمهدي نه ورتګ د دغه استدلال بنسټونه کمزوري ښيي؛ ځکه که جمهوریت پر امریکا متکي و، نو له صدام وروسته عراق خو باید ډېر متکي وای.
عراق په اقتصادي برخه کې پر امریکا بشپړ تکیه دی ؛ تر دې چې ان د خپلو تېلو له عوایدو یو ډالر هم د امریکا د مرکزي بانک له اجازې پرته نه شي لګولی. د عراق د تېلو ټول عواید د امریکا د مرکزي بانک حساب ته ځي او بغداد پر دغو پیسو د تصرف او لګښت حق نه لري، مګر د سپینې ماڼۍ په اجازه. د صدام رژیم له نسکورېدو وروسته د واشنګټن او بغداد ترمنځ یو تړون د همدې محتوا له مخې لاسلیک شو چې تر اوسه هم پر ځای دی. امریکا څو وارې د همدغه تړون مادې د عراق پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارولې دي. برعکس، پر امریکا د افغانستان د شل کلن جمهوریت اتکا محدوده وه. هېڅ هېواد، ان امریکا هم د افغانستان د ځمکې لاندې سرچینو د عوایدو د مدیریت په چارو کې لاسوهنه نه کوله او نه یې کوي.
عراق په نظامي – امنیتي برخه کې هم پر امریکا سخت متکي دی. د دغې تړلتیا له امله بغداد تر تهران ډېر د سپینې ماڼۍ د نظر تابع دی. له همدې امله، د عراق مخکېنی او اوسنی حکومت له هغو وسلهوالو ډلو سره چې له اسلامي جمهوریت سره همغږي دي، د له منځه وړلو پر وړاندې یې چندان لېوالتیا نه لري. تر دې مهمه دا چې د عراق له خاورې څو وارې پر ایران بریدونه شوي؛ هم د اسراییل او هم د امریکا له خوا. برعکس، د افغانستان د شل کلن جمهوریت واکمنانو د ایران او امریکا د ترینګلتیا په اړه روښانه دریځ درلود: دا چې افغانستان به د تهران پر ضد او د واشنګټن لپاره په جګړه کې ښکېل نه شي. د جمهوریت د دوو مشهورو څېرو(رنګین دادفر سپنتا او محمد عمر داوودزي) د خاطراتو کتابونو کې راغلي چې کله یوه خبریال له حامد کرزي (په کمپ ډېوېډ کې د جورج بوش تر څنګ) د ایران او امریکا د ترینګلتیا په اړه پوښتنه وکړه، نوموړي داسې ځواب ورکړ: د افغانستان خاوره به د ایران پر ضد د امریکا له خوا ونه کارول شي. دا څرګند دریځ هغه هم په کمپ ډېوېډ کې، ډېر د پام وړ دی. له همدې کبله، که د تړلتیا عنصر دومره اغېزناک وای، نو عبدالمهدي باید عینالاسد ته تللی وای، نه دا چې غني بګرام ته ورشي.
اوس پوښتنه دا ده: غني ولې بیا هم بګرام ته ورغی؟ ښايي د ټرمپ ځانګړي خوی او چلند غني اړ کړی وي چې بګرام ته ورشي. ټرمپ غواړي چې نور یې وستایي او خبرې یې بې له ځنډه ومني. که داسې ونه شي، له غوسې پر ځان تاوېږي؛ په ځانګړې توګه هغه هم چې د هغه هېواد د واکمن له خوا له پامه وغورځول شي چې امریکا یې لګښت ورکوي. البته په ځینو مواردو کې یې شاتګ هم کړی او کوي یې. عینالاسد ته د عبدالمهدي نه ورتګ او د ټرمپ له خوا یې نه رټل کېدل یوه څرګنده بېلګه ده. په داسې حال کې چې عراق ته د ټرمپ سفر له عراقي حکومت سره له مخکې همغږی شوی و او عبدالمهدي له نوموړي سره لیدنه له دې شرط سره تړلې وه چې «لیده کاته یې باید رسمي» وي. له همدې امله، ځینې باوري دي چې که د ټرمپ پر وړاندې مقاومت وشي، د شاتګ احتمال یې ډېر دی.
سربېره پر دې، هغه مهال له طالبانو سره خبرې تودې وې او ټرمپ هم دې ډلې ته له امتیاز ورکولو دومره ډډه نه کوله. زلمي خلیلزاد هم له طالبانو سره د خبرو دروازه پرانیستې وه او هره شېبه یې نړۍ ته د دې ډلې نوی انځور وړاندې کاوه. د هغه مهال افغان حکومت هم پوه شوی و چې څنډې ته شوی دی. له همدې امله، غني مجبوره شو چې د ټرمپ د رضایت خپلولو او له طالبانو سره د هغه د چلند د بدلولو لپاره بګرام ته ورشي؛ خو د دغې هڅې پایله برعکس شوه: غني لاړ او طالبان راغلل.
دغه راز، غني هغه مهال له څلورو خواوو «د واک له جزیرو» سره (د ده په وینا) په جګړه کې و. که هر لامل یې و، نه یې غوښتل چې په واک کې یې شریک کړي؛ که څه هم وروسته یې تګلاره بدله شوه، خو دا بیا له اختر وروسته نکریزې وې او ګټه یې ونه کړه. غني د واک د جزیرو د ځپلو لپاره بهرني ملاتړ ته اړتیا لرله؛ په ځانګړې توګه د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو چې له «جنګسالارانو» سره جوړ نه وو. له همدې امله، بګرام ته تلل او هلته د ټرمپ او امریکايي سرتېرو تر څنګ درېدل، د واک جزیرو پر وړاندې د کرښې راکاږلو په مانا هم وو؛ یعنې دا پیغام یې ورکړ چې حکومت د امریکا ملاتړ لري او له دودیزو – قومي مراجعو نه وېرېږي.
په پایله کې بیا د دولتمشرانو شخصي برداشت هم د پام وړ دی. ښايي هغه مفاهیم لکه غرور، عزت، اعتبار، پراخه سینه او… چې په اخلاقیاتو کې راځي، د غني له انده چندان جدي مانا نه لرله (البته دلته تر ډېره د سیاست ډګر په پام کې دی). نه یوازې د هغه لپاره، بلکې ډېرو نورو ته هم همداسې. ډېر وارې بیا دولتمشرانو په حساسو حالاتو کې دا اخلاقي ارزښتونه د «مصلحت» قرباني کړي دي. پر همدغه بنسټ، غني هم په هغه حساس پړاو کې، ظاهراً د خپل حکومت مصلحت – چې بقا وه – تر بل هر څه مهم ګڼلی و.





