• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کله چې ملي هویت په اطاعت بدلېږي

آرین نصیري آرین نصیري
۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790311628]

د افغانستان اوسنی ناورین یوازې د جګړې، بهرنۍ لاسوهنې یا د دولتي بنسټونو د ړنګېدو پایله نه ده. د دغو ټولو تر شا یو بل ژور ناورین روان دی: پر دې ټینګار چې یو لرغونی او ګڼ‌کلتوري هیواد دې یوازې د یوه له مخکې ټاکل شوي تعریف له لاري وپېژندل شي.

د دغه منطق له مخي، په دې جغرافیه کې اوسېدونکی انسان هغه وخت د منلو وړ ګڼل کېږي چې «پوره افغان» وي؛ یعنې نه یوازې د دولت تبعه وي، بلکې د تېرې یوې پېړۍ د تاریخ، هویت، ژبې، کلتور او واک په اړه د دولت د رسمي روایت تابع هم وي. که څوک د دغه روایت یوه برخه ونه مني، د یوه منتقد وګړي پر ځای شکمن، تجزیه‌طلب یا پردی بلل کېږي. «یا پوره افغان، یا هېڅ» د همدغه منطق نوم دی؛ هغه منطق چې ملي تړاو یې په بشپړ اطاعت راکم کړی دی.

د دغه فکر پایلې نن زموږ په مخکې پرتې دي. هغه هېواد چې غوښتل کېدل د سخت تمرکز له لارې یو موټی او ځواکمن شي، نن د تاریخ په برخه کې له یو بل سره د ټکري روایتونو، د هویت په برخه کې له بې‌باورۍ، د اقتصاد په برخه کې له بهرني تړاو او د طبیعي زېرمو له لیلام، د ټولني په برخه کې له کډوالۍ او شلېدني، او د سیاست په برخه کې د مشروعیت له ژور ناورین سره مخامخ دی.

هر ځل چې ټولنې پوښتنه کړې: «په دغه دولت کې زما ځای چېري دی؟» غالب ځواب دا و: لومړی ځان له رسمي تعریف سره برابر کړه، زموږ واکمني ومنه او بیا د خپلو حقونو خبره وکړه. دا ډول ځواب ښایي د څه مودې لپاره اطاعت رامنځته کړي، خو د تړاو او ګډون احساس نه شي پیدا کولای.

تر دې هم تریخ تناقض دا دی چې دغه سیاسي تفکر ان عادي پښتانه هم نه دي ژغورلي. هغه جوړښت چې د پښتنو په نوم یې خبرې کړې دي، بیا بیا یې د واک د بقا لپاره د عادي پښتنو ژوند، بې‌وزلي، بې‌سوادي او محرومیت قرباني کړی دی.

پښتون ځوان د جګړې په لومړۍ کرښه کې وژل شوی، د هغه کلی د سیالو قدرتونو د رقابت په ډګر بدل شوی او راتلونکی یې د افراطیت، کډوالۍ او بې‌وزلۍ تر منځ له منځه تللی دی؛ خو هغه پېژندل شوي اشراف چې ځانونه یې د پښتنو استازي بللي، لا هم سیاسي امتیازونه ترلاسه کړي دي.

له همدې امله د دولتي افغان‌جوړونې پر پروژې نیوکه له پښتنو سره دښمني نه ده. برعکس، دا د عادي پښتنو او هغې سیاسي دستګاه ترمنځ د کرښي ایستل دي چې د دوی درد او کړاو یې د خپل مشروعیت په پانګه بدل کړی دی.

افغانستان تر دې ډېر پخوا چې د یوه عصري دولت نوم وګرځي، د تمدنونو، ژبو، تاریخي خاطرو او بېلابېلو هویتونو د یو ځای کېدو سیمه وه. خراسان، آریانا، هرات، بلخ، کابلستان، بدخشان، هزاره‌جات، ترکستان او ډېر نور تاریخي نومونه او سیمي د دې خاوري د خلکو د ګډي حافظې برخه دي. هېڅ هوښیار دولت چې غواړي راتلونکی جوړ کړي، دا رنګارنګ تاریخي خاطرې د خپل حاکمیت سیالې نه ګڼي.

خو په تېرو ۱۴۶ کلونو کې، په ۱۸۸۰ کال کې د بریتانیا په ملاتړ واک ته د عبدالرحمان خان له رسېدو راهیسي، مسلطې سیاسي پروژې بیا بیا هڅه کړې چې یو سخت متمرکز دولت له یوه یوشان هویت سره وتړي. د دغه فکر ریښې د دراني واکمنانو د دولت‌جوړوني په بهیر کې هم موندل کېدای شي. پوځي زور یوازې د خاورې د کنټرول وسیله نه و؛ بلکې د یوه رسمي روایت د تپلو او د نورو تاریخونو د څنډي ته کولو وسیله هم وه.

دغې پروژې په بېلابېلو دورو کې بېلابېلې بڼې غوره کړې دي. کله د پوځي لښکرکشیو، اجباري کوچونو، د شتمنیو د ضبط او ځپلو له لارې پر مخ تللې؛ او کله یې د ښوونځیو د کتابونو، د ځایونو د نومونو د بدلولو، د ادارې د ژبې، د تاریخ د رسمي تعریف او د واک د نابرابر وېش له لارې ځان پیاوړی کړی دی.

موخه دا وه چې د ټولني رښتنې تنوع په یوه واحد سیاسي قالب کې ورکه کړل شي. ظاهراً د ملي یووالي خبره کېده؛ خو هغه یووالی چې د خلکو د یوې برخې پر انکار ولاړ وي، یووالی نه دی، بلکې تپل شوې چوپتیا ده. ملت په فرمان نه جوړېږي؛ ملت د خلکو په رضایت، برابرۍ او پر دولت د ګډ مالکیت له احساس سره جوړېږي.

ستونزه یوازي د «افغان» په کلمه کې نه ده. دا کلمه د ډېرو خلکو لپاره د تابعیت او له هیواد سره د تړاو مانا لري، او دا تجربه نه شي له پامه غورځول کېدای. ستونزه هغه وخت پیلېږي چې یو ملي نوم د یوه قومي او تاریخي روایت د برترۍ وسیله وګرځي او له نورو وغوښتل شي چې د منل کېدو لپاره د خپل هویت او تاریخي حافظې یوه برخه پرېږدي.

ګډ ملي نوم هغه وخت مشروعیت پیدا کوي چې ټول خلک خپل ځان پکې وویني؛ نه هغه وخت چې یوه ډله د تعریفولو حق له ځان سره وساتي او نورو ته یوازې د منلو مکلفیت پرېږدي.

زه دې حالت ته «د واک طلسم» وایم. دلته له طلسم څخه موخه کومه پټه او ماورايي قوه نه ده؛ بلکې دا د هغه سیاسي ذهن استعاره ده چې په یوه داسې باور کې بند پاتې دی چې ناکامي یې څو ځله ثابته شوې، خو پرېښودل یې لا هم ناممکن ګڼل کېږي.

څوک چې د دغه طلسم په دام کې بند وي، د خپل انحصار ساتل د هیواد له ساتلو سره یو شی ګڼي. که ټولنه ورانه شي، خو د واک مرکز پر خپل ځای پاتې وي، هغه بریا بولي. که د خپل واک د بقا لپاره د خپلواکو پرېکړو حق، ملي سرچینې، د خلکو عزت او ان د راتلونکو نسلونو برخلیک په معامله کې ورکړي، بیا هم شاته نه ځي.

سالم عقل هغه سیاست ته له سره کتنه کوي چې پرله‌پسې جګړه، بې‌وزلي او ړنګېدل زېږوي؛ خو طلسم شوی سیاسي ذهن ناکامي د همدغه سیاست د لا سختولو دلیل ګڼي.

له همدې امله د دغه نظام مدافعان د ناورین په شېبو کې بهرنیو قدرتونو ته لاس غځوي. دوی ښایي په خبرو کې د خپلواکۍ، غیرت او ملي حاکمیت شعارونه ورکړي، خو د واک د ساتلو لپاره د هر ډول بهرني ملاتړ، سیاسي معاملې او لاسوهنې هرکلی کوي.

ارزښتونه تر هغه وخته ورته مقدس وي چې انحصار یې وساتي؛ خو کله یې چې د سیاسي بقا پر وړاندي خنډ وګرځي، د معاملې وړ شي. دا یو تصادفي تناقض نه دی. څوک چې هیواد خپل سیاسي ملکیت ګڼي، بهرنۍ لاسوهنه هم پر خلکو تېری نه بولي؛ بلکې د هماغه ملکیت د ساتلو یا بیرته ترلاسه کولو وسیله یې ګڼي.

سره له دې، د جبري یو شان کولو د پروژې ناکامي د ګډ ژوند د ردولو مانا نه لري. برعکس، د دغې پروژې پای د یوه رښتیني ملت د جوړېدو پیل کېدای شي. افغانستان هغه وخت د هویت له ناورینه راوزي چې هېڅوک اړ نه وي د خپل تاریخي هویت او په هیواد کې د خپل سیاسي غړیتوب تر منځ یو انتخاب کړي.

تاجک، پښتون، هزاره، ازبک، ترکمن، ایماق، بلوچ، نورستانی، پشه‌یي او نور باید د یوه مسلط روایت مېلمانه نه، بلکې د دولت برابر مالکان وي. ژبې او تاریخي خاطرې دې امنیتي ګواښونه ونه ګڼل شي. دولت دې د یوه ځانګړي هویت د ساتونکي له مقامه راښکته او د ټولو د حقونو په تضمین کوونکې بدل شي.

له دې طلسم څخه د وتلو لار دا نه ده چې یو انحصار په بل انحصار بدل کړل شي. د قومي سلطې ځواب معکوسه قومي سلطه نه ده. ځواب یو نوی سیاسي تړون دی چې واک محدود، ووېشي او ځواب‌ویونکی یې کړي.

د دولت جوړښت دې د ټولني رښتنې تنوع څرګنده کړي. سیمه‌ییزه اداره دې واقعي صلاحیت ولري. سرچینې دې په عادلانه توګه ووېشل شي، او د ملي هویت تعریف دې له کښته، د خلکو په رضایت او ګډون رامنځته شي. هېڅ نوم، که هر څومره تاریخي او عام هم وي، د عدالت ځای نه شي نیولای.

قرآن هم د انسانانو تنوع د متقابلې پېژندګلوۍ وسیله ګڼي، نه د برترۍ او واکمنۍ جواز: «تاسي مو په ملتونو او قبیلو ویشلي یاست، څو یو بل وپېژنئ؛ بې‌شکه د الله په نزد په تاسې کې تر ټولو عزتمند هغه څوک دی چې تر ټولو زیات پرهېزګار وي.» (حجرات سوره، ۱۳ آیت)

دا ښایي د طالبانو د دغې ادعا ته تر ټولو روښانه ځواب وي چې ګواکې دوی پر ځمکه د خدای د ارادې د بیانولو انحصاري واک لري. خدای هېڅ قوم، ژبه، لباس او سیاسي دستګاه تر نورو غوره نه ده اعلان کړې. قرآن تقوا د انسان د ارزښت معیار بولي؛ خو د تقوا د معلومولو او د خلکو د قضاوت واک یې هم طالبانو ته نه دی سپارلی.

نن خلک تر پخوا ډېر پوهېدلي چې کلتور، تاریخ او هویت په اداري فرمان نه بدلېږي. د یو شان کولو پر ضد درېدل حتمي د هیواد ردول نه دي؛ کله ناکله دا د هیواد د ژغورلو وروستۍ هڅه وي.

هغه کسان چې د برابرۍ هره غوښتنه له افغانستان سره دښمني بولي، باید دې بنسټیزي پوښتني ته ځواب ووایي: دوی کوم افغانستان ساتل غواړي؟ هغه افغانستان چې د ټولو ګډ هیواد وي، او که هغه قلمرو چې خلک یې یوازې د اطاعت په شرط د تړاو حق لري؟

«یا پوره افغان، یا هېڅ» په حقیقت کې د خلکو انتخاب نه دی؛ دا هغه وروستی شرط دی چې د واک جوړښت د خلکو په وړاندې ایښی دی. راتلونکی له هغه ځایه پیلېږي چې دا شرط له منځه یووړل شي.

هېڅ انسان دې د یوه وګړي په توګه د منل کېدو لپاره د خپل ځان، تاریخ، ژبې او کلتور یوه برخه انکار نه کړي. هېڅ قوم دې د یوه سیاسي نظام د مشروعیت بار پر اوږو نه وړي او په عین وخت کې د هماغه نظام قرباني هم نه وي. او هېڅ واکمن ځواک دې دا حق ونه لري چې هېواد د خپل دوام په بیه معامله کړي.

طلسم هغه وخت ماتېږي چې موږ ومنو: یووالی له جبري ورته‌والي څخه نه رازېږي؛ یووالی له هغې برابرۍ څخه زېږي چې خلک یې په خپله خوښه مني.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

سرچینې: پر کندهار د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته اووه مړي او اته ټپيان میرویس روغتون ته وړل شوي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790275148]
د ایران مرستیال ولسمشر امریکا په «نامتقارن» ځواب ګواښلې
بهرني خبرونه

رویټرز: امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه بهیر خبرې کوي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790271322]
د روغتیا نړیوال سازمان: واکسین د ژوند په ټولو پړاوونو مهمه ونډه لري
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: د خوړو خوندیتوب ته په پاملرنې د بوټولیزم ناروغۍ مخنیوی کېدای شي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790263272]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛  په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • وسله‌والو غلو په کابل کې یو ځوان وژلی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.