د غور ولایت د تولک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د کندهار-ارزګان د ۲۰۰ کیلومتره سړک پر جوړولو د دې ولسوالۍ د سرب او جستو کان د عوایدو د لګولو په تړاو د طالبانو له پرېکړې شکایت کوي. دوی وایي، دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د تولک او د غور ولایت نورو سیمو خلک د نښلوونکو لارو له پراخو ویجاړیو سره مخ دي. د دوی په وینا، د ځینو لارو وضعیت دومره خراب دی چې روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو رسول په ځنډ ترسره کېږي او په ځینو مواردو کې د ناروغانو ژوند هم له خطر سره مخ کېږي.
دغو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې څو ځله یې د طالبانو له مسوولان او د کان د استخراج کوونکي شرکت له مسوولانو غوښتي چې د دغه کان عواید دې د غور ولایت د زیربناوو په پراختیا او بیارغونې باندې ولګول شي، خو تر اوسه یې غوښتنې کومه پایله نه ده لرلې. دوی له طالبانو غواړي چې د تولک کان عواید دې د کندهار-ارزګان سړک د جوړولو پر ځای د غور-هرات او غور-کابل سړکونو جوړولو ته ځانګړي کړي چې د مرکزي سیمو یوه له مهمو اړتیاوو ده.
د دوی په وینا، په داسې حال کې چې د غور خلک د لارو د خرابوالي او د زیربناوو د کمښت له ستونزې سره مخ دي، طالبان د دې ولایت د کان عواید د نورو ولایتونو د سړکونو جوړولو ته ځانګړي کړي دي. دوی وایي، دا پرېکړه د غور د خلکو اړتیاوې له پامه غورځوي او د دې ولایت له طبیعي سرچینو د خلکو ونډه کمزورې کوي.
د غور ولایت یو اوسېدونکی احمد (مستعار نوم) د طالبانو پر دې پرېکړې نیوکه کوي چې د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان عواید یې د کندهار-ارزګان سړک جوړولو ته ځانګړي کړي دي. هغه وایي، غور د زیربناوو له پراخ محرومیت سره مخ دی او د نورو ولایتونو پرتله د دغه کان عوایدو ته ډېره اړتیا لري، نو باید د دې ولایت د طبیعي سرچینو عاید له غوره پر بهر پروژو ونه لګول شي.
د احمد په وینا، که د تولک کان عواید د سړک پر جوړولو لګول کېږي، نو باید د غور د مواصلاتي لارو، په ځانګړي ډول د غور-هرات او غور-کابل سړکونو د ښه والي لپاره ځانګړي شي.
د غور دغه اوسېدونکی چې د دې ولایت ترانسپورټي ستونزو ته پر نه پاملرنې او په رسنیو کې د دغو ستونزو پر نه انعکاس نیوکه کوي، ۸صبح ته وایي:
نن مې په فېسبوک کې ولیدل چې ملي راډیو او تلویزیون راپور ورکړی چې د غور د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان استخراجېږي او په بدل کې به یې د کندهار-ارزګان ۲۰۰ کیلومتره سړک جوړېږي؛ په داسې حال کې چې د غور خلک له ډېرو امکاناتو بې برخې دي. ولې د غور د خلکو غږ تر چا نه رسېږي او ولې دا محرومیت نه انعکاس کېږي؟ که باور نه کوئ، لږ تر لږه څو دقیقې وخت ورکړئ او د خلکو وضعیت له نږدې وګورئ، هغه مهال به پوه شئ چې د غور له خلکو سره څومره ظلم کېږي.»
هغه وایي:«دا د محروم غور د خلکو د حق غوښتنې یوه برخه ده چې کلونه یې چیغې وهلې، خو تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی. کله چې پخوانی حکومت تازه سقوط کړی و، طالبانو ویل چې پخوانی حکومت غل و او دوی به د غور-هرات لویه لار جوړه کړي؛ خو نن هم د غور خلک له هماغې ستونزې سره مخ دي.»
احمد زیاتوي چې د غور د طبیعي سرچینو عواید باید د دې ولایت د خلکو اړتیاوو ته له پام پرته، له غوره بهر پروژو لپاره ځانګړي نه شي.
د غور ولایت بل اوسېدونکی احسان (مستعار نوم) وایي چې د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان عواید د ارزګان-کندهار سړک جوړولو ته په داسې حال کې ځانګړي شوي چې د دې ولسوالۍ خلک لا هم د اساسي زیربناوو له کمښت سره مخ دي.هغه زیاتوي چې د معیاري سړکونو، روغتیايي خدمتونو، ښوونځي او د څښاک اوبو نشتوالی او د کاري فرصتونو کمښت د تولک د خلکو له مهمو ستونزو دي او د کان عواید د دغو اړتیاوو پر پوره کولو لګېدای شي. احسان ټینګار کوي چې طالبان باید له غوره بهر پروژو ته د کان د عوایدو له ځانګړي کولو مخکې د دې ولایت بیړنۍ اړتیاوې په لومړیتوب کې راولي.
احسان وایي:«که د غور د کان عواید د ارزګان او کندهار د پراختیا او ابادۍ لپاره لګول کېږي، نو ولې د محروم غور د خلکو ونډه له پامه غورځول کېږي؟ د عدال له مخې خو پکار ده چې د دغو عوایدو یوه مهمه برخه د غور د ابادۍ، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د تولک د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ولګول شي. کان باید د سیمې خلکو ته فرصت وي، نه د هغوی د محرومیت دوام.»
د غور بل اوسېدونکی عتیق (مستعار نوم) وایي چې د تولک ولسوالۍ مشرانو او خلکو له طالب چارواکو او د سرب او جستو کان له استخراج کوونکي شرکت سره خبرې کړې دي، څو د دغه کان یوه برخه عواید په همدې ولسوالۍ کې ولګول شي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې. هغه زیاتوي چې د تولک خلک له سختو زیربنايي ستونزو، په ځانګړي ډول د مواصلاتي لارو له کمښت سره مخ دي او د ژمي په موسم کې د ولسوالۍ مرکز او نورو سیمو ته ناروغان په سختۍ سره لېږدول کېږي. د هغه په وینا، له دې ستونزو سره سره، تر اوسه د تولک د سړکونو د جوړولو او د زیربنايي وضعیت د ښه والي لپاره د کان د عوایدو د لګولو کومه روښانه طرحه نه ده جوړه شوې.
د تولک ولسوالۍ خلکو څو ځله خبرې کړې دي، خو پایله یې نه ده ورکړې. دا چې کان له تولک ولسوالۍ استخراجېږي، د دې سیمې خلکو ته باید لومړیتوب ورکړل شي؛ د کار او روزګار په برخه کې باید ځایي خلکو ته برخه ورکړل شي او د کان له عوایدو د سړکونو د جوړولو لپاره کار واخیستل شي.»
د غور بل اوسېدونکی اسدالله (مستعار نوم) وایي چې د تولک ولسوالۍ خلک باید د دې ولسوالۍ د سرب او جستو کان له عوایدو ډېره ونډه ولري. هغه زیاتوي چې کله طبیعي سرچینې له یوې سیمې استخراجېږي، نو د هغې یوه برخه عواید باید د سیمې د خلکو د ستونزو د حل په ځانګړې توګه د مواصلاتي لارو د جوړولو او د غور د زیربناوو د پراختیا لپاره ولګول شي.
اسدالله وایي:« زموږ غوښتنه، په ځانګړي ډول د تولک ولسوالۍ د خلکو غوښتنه، دا ده، چې کان زموږ په سیمه کې دی، نو د هغه د عوایدو په کارولو کې باید د سیمې خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي. غوښتنه مو دا ده چې د غور سړکونه جوړ شي او د دغه کان عواید د ولایت د ابادۍ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ولګول شي.»
د غور بل اوسېدونکی شکیب (مستعار نوم) وایي چې د هغه په باور طالبان په پرېکړو کې د خپلو نږدې کسانو او ډلو ګټې په پام کې نیسي. هغه زیاتوي چې د غور خلک د خپل ولایت د سرچینو او پروژو په اړه په پرېکړو کولو کې هېڅ رول نه لري او د دوی اعتراضونو هم تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.
د غور دغه اوسېدونکی وایي:« هر څه د پښتنو په لاس کې دي؛ امیر د دوی دی او پرېکړې هم دوی کوي. موږ چې هر څه ووایو، نه اورېدل کېږي او زموږ غږ هېڅ ځای ته نه رسېږي
په همدې حال کې، د غور یو شمېر نورو اوسېدونکو هم په ټولنیزو رسنیو کې د دې ولایت د خرابو سړکونو او زیربنايي وضعیتعکسونه او راپورونه خپاره کړي او د کندهار-ارزګان سړک جوړولو ته یې د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د عوایدو د ځانګړي کېدو پرېکړه غندلې ده. دوی پر خپلو فېسبوک پاڼو لیکلي چې غور، سره له دې چې طبیعي سرچینې لري، لا هم له معیاري سړکونو او اساسي زیربناوو بې برخې دی او د کانونو د عوایدو د وېش او لګولو په برخه کې یې د عدالت غوښتنه کړې ده.
د دوی له ډلې یوه اوسېدونکي یاسین آژند پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان له عوایدو به د افغانستان د دوو بېوزلو ولایتونو، کندهار او ارزګان ترمنځ سړک قیر شي؛ په داسې حال کې چې غور د پنځه زره کیلومتره موټروړ سړکونو په لرلو سره یوازې لس کیلومتره قیر شوی سړک لري، هغه هم د ورانېدو په حال کې دی.»
د غور بل اوسېدونکی تیمورشاه هم د دې پرېکړې په غبرګون کې لیکلي: «دا هماغه پخوانۍ کیسه ده؛ یو کان لري، بل سړک اخلي او د کان خاوند یوازې د سړک دوړې ګوري. ښايي یوه ورځ د پراختیا په قاموس کې غور هم د افغانستان یو ولایت وګڼل شي، نه یوازې د کانونو د استخراج سیمه.»
دا نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د استخراج او پروسس لپاره په هرات کې یوه فابریکه جوړه شوې چې چارې یې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي. د دغه تړون له مخې، استخراج کوونکی شرکت د دې کان د استخراج او پروسس په بدل کې د کندهار-ارزګان د ۲۰۰ کیلومتره سړک جوړولو مسوولیت هم پر غاړه لري.
د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان چې شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، د هېواد د سرب او جستو له لویو کانونو ګڼل کېږي او دوه شرکتونه د دې کان د اکتشاف او استخراج په برخه کې فعالیت کوي. په هغه راپور کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون خپور کړی، د یوه قراردادي شرکت مسوول ویلي چې د کندهار-ارزګان سړک جوړولو چارې چې د دغه تړون له مخې شرکت ته سپارل شوې دي، تر یوه بریده پرمخ تللي دي.
خو د غور اوسېدونکي وایي چې په داسې حال کې چې د دې ولایت طبیعي سرچینې له غوره بهر د یوې پروژې لپاره ځانګړې شوې دي، د خلکو زیربنايي ستونزې او د مواصلاتي لارو ویجاړۍ لا هم پر خپل ځای پاتې دي.دوی غوښتنه کوي چې د غور د کانونو له عوایدو او ګټو د استفادې پر مهال دې د دې ولایت د خلکو اړتیاوې هم په پام کې ونیول شي.





