خدای، وطن، دنده؛ د جګړې له کرښې تر سقوط او بې ځایه کېدو پورې د یوه سرتېري کیسه

د جمهوري نظام د ړنګیدو ډار او وېره د سرتېرو ستړي بدنونه لړزوي. د ولایتونو د سقوط، د خپلو ملګرو د وژل کېدو او د سرتېرو د ژوندي نیول کېدو په اړه د پرلپسې پيغامونو مخابره کېدل د هغو سرتېرو په غوږونو کې ازانګې کوي چې د سقوط په درشل کې په شپو او ورځو نه دي ويده شوي. که څه هم د احمد په نامه یوه سرتېری ته چې کلونه کلونه یې د دغو ولایتونو د ازاد ساتلو لپاره جګړه کړې ده او په دې لاره کې یې خپل د سنګر ملګري او دوستان له لاسه ورکړي دي، د ټولو ولایتونو پر سقوط باور کول ګران دي، خو د ولایتونو د سقوط بد خبرونه له هرې خوا په پرلپسې توګه اورېدل کیږي. په دې خبر سره د سرتېرو د زړه درزا څو برابر کېږي او د سرتېرو پیاوړې ګونډې ورو ورو کمزوري کېږي. ټول یو بل ته له نهیلۍ په ډکو سترګو ګوري. څو شېبې هر خوا چوپه چوپتیا خوره ده ه او د هر سرتیري د زړه غږ د هغه دننه چوپتیا ماتوي. په دې خبر سره له قید او شرط پرته د دندې پرېښودو واک پوځیانوته ورکړل شوی دی. له کورنیو پرلپسې زنګونه راځي او د کرښې بلې خوا ته د مور او پلار، بچیانو او مېرمنو د زاریو او ژړا غږونه لوړ دي. په دې غږونو سره ځينې د خپلو ملګرو پرېښودو ته اړکیږي او ځينې بيا د خپلو کورنيو د غوښتنو په بابېره ګڼلو سره د «خدای، هېواد، دندې» په شعار سره د دښمن پر وړاندې د جګړې په کرښه کې درېږي.
۳۱ کلن سرتېری احمد (مستعار نوم) د کابل ښار اوسېدونکی دی. هغه اته نیم کاله د افغان پوځ جګپوړي غړي په توګه دنده ترسره کړې. د جمهوریت له ړنګیدو وروسته د نورو پوځیانو په څېر له افغانستانه وتلو ته اړ شو او اوس په ایران کې له مطلقې بې وزلۍ سره مخ دی او د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره درانه کارونه کوي.
د ۱۴۰۰ لمریز لمریز کال د زمري د ۲۰ مې ماسپښين دی او د ولسوالیو د بیرته نیولو باور لا هم د ټولو سرتیرو په منځ کې شته. د تل په څېر، احمد د خپلو ملګرو تر څنګ ولاړ دی او له یو بل سره دښمنانو پر وړاندې د بري لپاره پلانونه جوړوي او سرتیرو ته د جګړې مرال ورکوي. خو لكه څنګه چې د جګړې وروستۍ كرښه ماته شوې او د خواشینوونکو خبرو په لړ کې دا ځل د لوېديځ له لوري د احمد ستړو غوږونو ته دا نه باورېدونکی خبر رسېږي چې هرات ولايت سقوط شوى دى. په دې خبر سره د احمد زړه ته سخته وېره لاره پیدا کوي او نه پوهېږي چې دا خبر څنګه خپلو ملګرو ووایي. هغه اړ دی چې دا خبر ټولو پوځیانو ته اعلان کړی.
د دې خبر په اورېدو سره د سرتېرو د زړه درزا څو برابره زياتېږي او د سرتېرو پیاوړي ګونډې ورو ورو کمزوري کېږي ټول یو بل ته له نهیلۍ په ډکو سترګو ګوري. څو شېبې هر خوا چوپه چوپتیا خوره ده ه او د هر سرتیري د زړه غږ د هغه دننه چوپتیا ماتوي. په دې خبر سره له قید او شرط پرته د دندې پرېښودو واک پوځیانوته ورکړل شوی دی. له کورنیو پرله پسې زنګونه راځي او د کرښې بلې خوا ته د مور او پلار، ماشومانو او مېرمنو د زاریو او ژړا غږونه لوړ دي. په دې غږونو سره ځينې د خپلو ملګرو پرېښودو ته اړ کېږي او ځينې بيا د خپلو کورنيو د غوښتنو په بابېزه ګڼلو سره د «خدای، هېواد، دندې» په شعار سره د دښمن پر وړاندې کلک درېږي. احمد هم د خپلې کورنۍ او خپل یوازیني ماشوم پرلپسې اړیکو ته پام نه کوي او له خپلو ملګرو سره پاتې کېږي او یو ځل بیا د هغه وطن د ازادۍ دفاع د خپل سر په بیه کوي، چې پلورل شوی دی.
هغه توره او اوږده شپه چې ته به وایي، ټول سرتېري د مرګ په انتظار دي، نه سبا کېږي. احمد له خپل ځایه پورته کیږي او د سرتېرو ډاډ ګېرنې لپاره له يو له بل سره د تېرو جګړو، برياوو او تر هغو وروسته خوښيو کيسې کوي. که څه هم د ټولو په زړونو کې غوغا جوړه ده، خو له ناچارۍ یې ترخې موسکاوې پر شونډو دي. هعه اوږده شپه هم سبا کېږي او هره ورځ د لمر په لويدو سره د لویو ولايتونو د سقوط خبرونه يو په بل پسې د سرتېرو غوږونو ته رسېږي. د نه بیانېدونکې ګډوډۍ په لړ کې دا ځل د کونړ ولایت د سقوط خبرونه اوریدل کېږي چې دوی ته نېږدې دی. سرتېري د طالبانو اوږده رسۍ خپلو غاړو ته نېږدې او لا نېږدې احساسوي.
له هر لوري اوازې خپرېږي چې په کونړ ولایت کې د طالبانو له خوا ګڼ شمېر سرتېري نیول شوي، ډېر یې وژل شوي، ځینې لادرکه دي او ځینې یې د جګړې د اسیرانو په توګه پاکستان ته بېول شوي دي. هغه خبر چې د هغوی ټپي روحونه یو څه اراموي، د طالبانو له لوري له کوم زیان پرته له نیول کېدو وروسته د سرتېرو خوشي کېدل دي. دا خبر د هغو کسانو لپاره د باور وړ نه دی چې په دوامداره توګه له دې ډلې سره جنګیدلي دي. اوس د دوی وار دی. که څه هم دوی له نورو اورېدلي چې طالبان له تسلیم شویو سرتېرو سره هېڅ کار نه لري، خو دا خبره د احمد او د هغه د نورو ملګرو لپاره د باور وړ نه ده.
د قول اردو د دراوازو شاته د طالبانو د رانږدې کېدو خبر رارسېدلی دی او هر څوک جګړې ته چمتو دی، له دې بې خبره چې له هغې ډلې سره د جګړې اجازه نه لری چې اوس یې د دوی خاوره نیولې ده او له کومې خبرې پرته د جګړې نه کولو او تسلیمېدو امر ترلاسه کوي. دا هغه وخت دی چې ټول سرتېري پر دې پوه شوي دي چې خاوره یې پلورل شوې ده او له همدې امله ولایتونه له جګړې پرته یو په بل پسې سقوط کوي. احمد او د هغه ملګرو چې د خپل عمر کلونه کلونه یې په ډیرو سختیو سره له خپلې کورنۍ او اولادونو لېرې تېرکړي او تر ټولو مهمه دا چې د خپلې خاورې د ازادولو په لاره کې یې د خپلو ملګرو وژل کېدل زغملي دي، اوس یې ګاللي کړاونه او خوارۍ له کومې جګړې پرته په سیند لاهو کیږي. د شپې ټول سرتېري د دښمن تر کلا بندۍ لاندې راځي او د تیښتې لار نه لري. په هغې شپه هر څوک له ژوند او ژوندي پاتې کېدو نهیلي شوي دي او د مرګ په انتظار کې زر ځله مړه کېږي او بېرته ژوندي کېږي. احمد چې اوس له هر څه نهیلي شوی، خپلو ملګرو ته د ډاډګېرنې توان نه لري. هر څوک ناکراره او حیران دي. ځینې یې په عاجزانه ډول د خپلو خپلوانو د عکسونو پر لیدو بوخت دي، ځینې له خپلو کورنیو سره تېرې کړې ښې خاطرې ور په یادوي او ځيني د خدای پامانۍ او وروستۍ خبرې پر پيغامونو بوخت دي.
احمد چې له څو میاشتو راهیسې له خپل کور او کورنۍ لېرې و، اوس په خپل زړه کې دا دعا لري چې یو ځل خپله یوازینۍ لور وویني او خپل مور او پلار په غیږ کې ونیسي. خو له طالبانو وروسته د افغانستان د ښځو ضد ټولنه کې د خپلې لور راتلونکي ته تر بل هر څه ډير اندېښمن کړی دی. کله ناکله یې دا فکرونه ځوروي چې طالبان به له ده وروسته د ده له کورنۍ سره څه وکړي. هغه په خپل زړه کې د دغو ناخوالو له امله ځان ګرم بولي. هغه شپه په دې وېرې او فکر سره چې سبا به ټول سرتېري د طالبانو لخوا ووژل شي، سبا کیږي او هر څوک د تېښتې لپاره د کابل-جلال اباد د لويې لارې پر خوا ځي، له دې ناخبره چې لویه لار د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
هغوی مجبورېږي چې خپل پوځي یونیفورم وباسي او خپلې وسلې هم پرځمکه کیږي او په عادي جامو کې ښار ته ولاړ شي او د استوګنې کورونو ته پناه یوسي. احمد له څلورو سرتېرو سره په جلال اباد ښار کې د خپل یوه ملګري کور ته پناه وړي او د تېښتې مناسب فرصت ته انتظار پاتې کیږي. خو طالبانو هر ځای نیولی او له دوی څو ګامه لېرې ګزمي کوي. د پښو په ښکالو سره د دوی په زړونو کې وېره نوره هم ژبغړانده کیږي. کله خو پریکړه کوي چې له وژل کېدو وړاندې لږ تر لږه د خپل زړه د تسلي لپاره دوه یا درې دښمنان ووژني . بالاخره احمد او د هغه څلور سرتېري له داسې یوه کوره په تیښته بریالي کیږي چې هره شیبه پکې د احمد لپاره ځوروونکې وه. هغه او څلور ملګري يې کابل ته د راستنېدو پر لاره د طالبانو لخوا نیول کېږي او هغه شېبه یې هېڅ هم په وس کې نه وي. احمد وايي چې هغه مهال یې یوازې د خپلې لور او کورنۍ او د هغوی د هغو زرګونو بې ځوابه ټلیفونونو په اړه فکر کاوه، چې ورته کړي یې وو.
احمد فکر کوي چې د ژوند د پای شېبې را رسېدلې دي او له ناچارۍ د خپلې مور اړيکې ته ځواب ووايي او په داسې حال کې د خپلې روغتیا او خوندي ځای په اړه ډاډ ورکوي، چې نه پوهیږي برخلیک به یې څه وي. طالبانو له څه مودې توقیف وروسته کابل ته د تګ اجازه ورکوي. هغوی دغو سرتېرو ته وایي چې د طالبانو ډلې د امیر په امر بښل شوي دي. دا خبره د احمد او د هغه د ملګرو لپاره د باور وړ نه ده او فکر کوي چې دوی به د څارنې په مرکز کې وویشتل شي. تر وروستۍ شېبې پورې چې خپلو کورونو ته رسېږي، هره شېبه داسې احساسوي چې یو لوی سیوري یې تعقیبوي او ډیر ژر یې ژوند اخلي.
اوس له خپلو ملګرو د احمد لاره جلا شوې او هرڅوک د خپل کور پر لور روان دي. احمد خپلې سیمې ته رسېږي او لاره ورته څو کیلومټره لېرې ښکاري. د هر ګام په اخیستو سره لاره نه لنډیږي، تر څو چې د کور دروازې ته ورسېږي، له دې ناخبره چې مور یې د دروازې بلې غاړې ته په مړ ژواندي حالت کې ده، د پلار د وجود اوبه یې وچې شوې. د میرمنې سترګې یې د هغه په انتظار کې سپینې شوې. د دروازې په خلاصولو او د کورنۍ د غړو په لیدلو سره، ټول کړاوونه د دروازې شاته پریږدي او خپله لور په غیږ کې نیسي. د خپلې کورنۍ په لیدو سره خورا د خوښۍ احساس کوي. دا خوښۍ او دا فکر چې طالبان له ده سره هېڅ کار نه لري، ډېر دوام نه کوي. د څو ورځو له تېرېدو وروسته، احمد د پوځي افسرانو او د خپلو ځینو ملګرو د ترور او وژنې خبر اوري او له جګړې ستړی وجود یې بیا لړزېږي.
احمد اوس د کور په څلورو دېوالونو کې ايسار پاتې کېږي او نه پوهېږي چې څنګه له هغې خاورې وتښتي چې کلونه یې په پار جنګېدلی دی. هغه څو ورځې همداسې په کور کې پاتې کېږي تر دې چې وضعیت د پخوا په پرتله جدي کېږي او طالبان د هرې سیمې د ګذر له وکیلانو د سرتېرو نومونه او د اوسیدو ځای د ځای په تړاو معلومات غواړي. احمد او کورنۍ یې د دې خبرې په اورېدو سره نه د ورځې خوب لري او نه هم د شپې . هغه د ورځې په خپل کور کې پټېږي او شپې د خپلو خپلوانو او ملګرو کره تېروي. په دې موده کې هېڅوک له ده سره مرسته نه شي کولای. بالاخره په دې ډول د اوو ورځو له تېرېدو وروسته، د هغه کورنۍ پرېکړه کوي، چې لږ تر لږه له دې ځایه یې وباسي، څو ګوندې طالبان یې نور ونه ځوروي. هغوی پاکستان او یا ایران ته د خپل پوځي زوی له لېږلو پرته بله لاره نه پيدا کوي.
بالاخره، احمد سره له دې چې پاسپورت لري، د خپل هویت د څرګندېدو له وېرې په غیر قانوني توګه ایران ته روانېږي. هغه مجبورېږي چې خپله کورنۍ د وېرې او خطر په منځ کې یوازې پرېږدي او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره سخت سفر ته مخه کړي. د هغه له تللو وروسته هم، طالبانو څو ځلي د هغه کورنۍ ته ورځي او هغوی ناکراره کوي. که څه هم د احمد کورنۍ هغه ته څه نه وايي، خو هغه په افغانستان کې له کېدونکو پېښو خبرېږي، خو هېڅ یې په وس کې نشته. د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته د هغه کورنۍ هم پاکستان ته کډه کولو ته مجوره شوې ده. په دې موده کې احمد له ډېرو هڅو سره سره پر دې ونه توانید چې د خپلې کورنۍ لپاره پاسپورټ واخلي او هغوی ځان ته راوغواړي.
دغه مخکینی سرتيري مجبور شوی چې د خپلې کورنۍ غړي په ناقانونه توګه له خوندي لارې پاکستان ته ولېږي. د ژوند د سختیو له امله نه یوازې هغه پخپله، بلکې کورنۍ یې هم په دې موده کې ډېر کړاوونه ګاللي او اوس له یو بله سلګونه کیلومتره لېرې ژوند کوي. که څه هم احمد خوندي ځای ته رسېدلی، خو روح یې لا په افغانستان او کورنۍ یې په پاکستان کې ده. هغه د خپلو ملګرو او کورنۍ سختۍ او کړاوونه له لېرې احساسوي. هغه هم اوس په ایران کې د نورو ډېرو کډوالو په څېر خپلې شپې او ورځې په بې برخلیک حالت کې له خپلې کورنۍ لېرې تېروي.