۸صبح، کابل: د افغانستان په ځینو سیمو کې د نارینه ډاکټرانو له خوا د ښځینه ناروغانو د معاینې او درملنې منع کېدو روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی نور هم سخت کړی دی.
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالبانو د افغانستان په ځینو سیمو کې د نارینه ډاکټرانو له خوا د ښځینه ناروغانو معاینه او درملنه منع کړې ده.
د ګارډین په وینا، په هغو سیمو کې چې ښځینه ډاکټرانې نشته، ښځې په عملي توګه له ډېرو طبي خدمتونو بې برخې کېږي.
ښځې اړ دي چې د خپلو ناروغیو درد وزغمي یا د درملنې د ترلاسه کولو لپاره نورو سیمو ته ولاړې شي.
د دې راپور له مخې، طالبانو ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی چې د دې امر د سرغړونې په صورت کې به ونیول شي.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د کلینیکونو په پلټلو او نارینه ډاکټرانو ته په خبرداري ورکولو سره دغه بندیز عملي کوي.
ګارډین د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې چې دغه محدودیتونه د غاښونو د درملنې کلینیکونو ته هم غځول شوي دي.
حتی ښځو ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هم منع شوي دي؛ خو په ځینو ځانګړو شرایطو کې دا خدمتونه وړاندې کېدای شي، چې یو شرط یې له ناروغې ښځې سره د نارینه محرم حضور دی.
په دغه راپور کې راغلي چې طالبانو په بلخ ولایت کې روغتونونو او کلینیکونو ته امر کړی چې د ښځو د نومونو پر ځای د «بي بي » کلمه وکاروي.
دغه امر د ډاکټرانو پر طبي نسخو هم پلي کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې زده کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي.
طالبانو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو او ښځو زده کړې ودرولې.
دې اقدام د ښځینه ډاکټرانو د کمښت او د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.






