۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کور په کور کمپاینونه بېرته پیل کړي.
دغه سازمان جمعه د لړم پر ۲۲مه، په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ویروس د اخته کېدو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د دغو کمپاینونو درولو ټولو ماشومانو، په ځانګړې توګه کوچنيو ماشومانو ته د واکسین د رسولو بهیر ستونزمن کړی دی.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په ثابتو مرکزونو کې د واکسین کمپاینونه نه شي کولای ټول ماشومان تر پوښښ لاندې راولي او په پایله کې یې یو شمېر ماشومان له واکسینه بې برخې پاتې کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ښځینه واکسیناتورانو محدود ګډون، په ځانګړې توګه د افغانستان په سویلي سیمو کې ماشومانو ته د واکسین رسولو پر وړاندې بله ستونزه بللې ده.
د دغه سازمان په وینا، ښځینه واکسیناتورانې میندو او ماشومانو ته د لاسرسي په برخه کې مهم رول لري.
د راپور له مخې، د افغانستان سوېل لا هم د دغه ویروس د خپرېدو له پلوه له خورا اندېښمنوونکو سیمو دی.
په دې سیمه کې د خلکو د معافیت د کچې د ټیټوالي له امله، د ویروس لېږد لا هم په پراخه کچه دوام لري.






