۸صبح، کندهار: سیمهیېزې سرچینې وايي، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې له لفظي شخړې وروسته د ډزو له امله ناوې او د زوم ماما وژل شوې دي.
سرچینو یکشنبه د تلې پر ۵مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې دا پېښه پرون د ډنډ ولسوالۍ په عمارت سیمه کې شوي ده.
د سرچینو په وینا، شخړه هغه مهال وشوه چې د ناوې او زوم خپلوانو د ناوې د لېږد د موټر پر سر له یو بل سره لفظي شخړه وکړه.
سرچینې وايي، له لفظي شخړې وروسته د زوم ماما پر ناوې ډزې وکړې او بیا یې ځان هم ویشتلی دی.
د وژل شوې ناوې نوم «کافیه» او ۲۲ کلنه وه.
د زوم ماما عبدالواحد نومېده او شاوخوا ۳۰ کلن و چې میرویس روغتون ته یې تر لېږدولو وروسته ساه ورکړې ده.





