د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د ځمکۍ شاوخوا ۵۰ سلنه څړځایونه یا له منځه تللي یا له ګواښ سره مخ دي.
ګوتېرېش چهارشنبه د جون پر ۱۷مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې څړځایونه د ځمکۍ نیمايي برخه جوړوي.
نوموړي ویلي چې څړځایونه د حیاتي خوړو د برابرولو په برخه کې په نړۍ کې له څه باندې دوو میلیاردو کسانو ملاتړ کوي.
نوموړي د نړۍ له اوسېدونکو غوښتي چې د صحرايي کېدو او وچکالۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت راتلونکو نسلونو ته څړځایونه خوندي وساتي.
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي و چې د کرنې پر سکټور د خلکو د پراخې اتکا له امله، د ځمکو بیارغونه، د اوبو سرچینو ساتنه او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د غوره لارو چارو پراختیا ځانګړی ارزښت لري.





