د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته په درې ورځني رسمي سفر ورسېد.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سهشنبه د اکټوبر پر۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سفر د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بلنه ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې ګوټرېش په دې سفر کې د پاکستان د ولسمشر، لومړي وزیر، د لومړي وزیر د مرستیال او د پوځ د لوی درستیز او د دې هېواد د دفاعي ځواکونو د قوماندان په ګډون د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
هغه به همداراز په هند او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو د ډلې (UNMOGIP) له مرکزه لیدنه وکړي او د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت په ملي اداره کې په یوه ناسته کې ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د امریکا او ایران ترمنځ په شخړه کې د پاکستان د منځګړیتوب د رول په اړه د خبرو لپاره اسلاماباد ته سفر کړی دی.





