د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي، «د وسلو اتومات سیسټمونه» له سیاسي پلوه د منلو نه دي او له اخلاقي اړخه کرکجن دي او د کارونې او پراختیا مخنیوی دې وشي.
ګوتېرېش دوشنبه د نومبر پر ۱۶مه په ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا وسلې په بشري، حقوقي، اخلاقي او امنیتي برخو کې تازه ننګونې رامنځته کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د دغو «بېرحمه وسلو» د پراختیا پر وړاندې دې اقدام وشي او انسانیت او د انسانانو د ژوند خوندیتوب دې لومړیتوب ولري.
دا په داسې حال کې ده چې ګوتېرېش مخکې هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو د درولو غوښتنه کړې او د نړیوالو قوانینو پر درناوي یې ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړې چې په نړۍ کې جګړې نه یوازې په زیاتېدو دي، بلکې پراخېږي هم او هره جګړه نورو جګړو ته لمن وهي.






