د اسراییل په شمال کې د لبنان پولې ته نږدې چاودنه کې ۱۰ کسان ټپيان شوي او اسراييلي ځواکونه د سیمې ځای ته استول شوي دي.
الجزیرې دوشنبه د اکتوبر پر ۱۲مه راپور ورکړی چې اسراييلي پوځ ویلي چې ځواکونه یې د سیمې ځای ته رسېدلې دي.
تر اوسه د چاودنې لامل څرګند نه دی او د ټپيانو د وضعیت په اړه هم نور جزییات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د له دې وړاندې هم د لبنان او اسراییل پولې ته نږدې نښتې او چاودنې شوې دي.





