د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي چې نژادپالنه لا هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولنو ته زیان رسوي، نابرابري پراخوي او د وګړو حقوق او ازادي سلبوي.
ګوتېرېش سهشنبه د سپټمبر پر ۲۹مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې له نژادپالنې سره مبارزI یو موټي او ملموسو اقداماتو ته اړتیا لري.
نوموړي ټينګار کړی چې د ټولو د کرامت، حقوقو او احساساتو د خوندیتوب لپاره دې هڅه وشي بې عدالتي څنګ ته کړای شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې په نړۍ کې دې داسې ټولنې جوړې شي چې پکې نژادپالنه او تبعیض ځای ونه لري.





