د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف ویلي چې له سیمهییزو شخړو سره سره، د تهران او دوشنبې ترمنځ سوداګري ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.
د تسنیم خبري اژانس دوشنبه د اکټوبر پر۱۹مه، راپور ورکړی چې عارف دا څرګندونې د تاجیکستان له ولسمشر امامعلي رحمان سره په کتنه کې کړې دي.
د راپور له مخې، دواړو لورو په دې کتنه کې د اقتصادي چارو، انرژۍ او زیربناوو په برخو کې د همکاریو د پراختیا پر څو طرحو هم هوکړه کړې ده.
همداراز، د ټکنالوژۍ د يوه ګډ مرکز جوړول او نړیوالو ازادو اوبو ته د تاجیکستان د لاسرسي لپاره د خلیج فارس له لارې کار اخیستل له هغو نورو طرحو وو چې دواړو لورو پرې هوکړه کړې ده.





