د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د انسان قاچاق له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او نړیواله ټولنه دې له انسانانو د ناوړې ګټې اخیستنې په مخنیوي کې مرسته وکړي.
ګوتېرېش پنجشنبه د جولای پر ۳۰مه په اېکس کې لیکلي چې په ګډې همکارۍ له انسانانو د ناوړې ګټې اخیستنې مخنیوی د تل لپاره کېدای شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له انساني قاچاق سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت ټينګار کړی چې د انسان قاچاق که په هره بڼه وي، د وګړو بنسټيز حقونه تر پښو لاندې کوي.
له دې مخکې هم ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وه چې له انساني قاچاقه مخنیوی، د قربانیانو ملاتړ، د قانوني بنسټونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د پوهاوي پروګرامونو د پراخولو لپاره دې پراخ ګامونه پورته شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هم خبرداری ورکړی چې افغان راستنېدونکو ته د اړینو فرصتونو نشتوالی کولی شي هغوی د انساني قاچاق او ناوړه ګټې اخیستنې له ګواښ سره مخ کړي.





