۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال برونو لمارکي اعلان کړی چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ په دغه هېواد کې تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
لمارکي جمعه د لړم پر ۱۵مه، ویلي چې له افغانستان سره د بشري مرستو بوديجه په ۲۰۲۳ کال کې له دوو میلیاردو ډالرو په ۲۰۲۶ کال کې ۵۷۰ میلیونو ډالرو ته راټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د بشري مرستو د بوديجې کمښت افغانانو ته د لومړنیو خدمتونو لاسرسی محدود کړی دی.
لمارکي د ۱۴۰۴ کال د وږي له میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د دفتر انګړ ته د افغان ښځینه کارکوونکو د ننوتلو پر دوامدار بندیز هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغو محدودیتونو د دغه سازمان پر فعالیتونو اغېز کړی دی.
لمارکي ویلي چې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې سخت کړی او د دغه هېواد د نړیوالې انزوا د زیاتېدو لامل شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.





