د غزې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې اسراییلو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې ۷۴ زره او ۶۴۰ کسان وژلي دي.
الجزیرې شنبه د نومبر پر ۷مه د دغه وزارت له قوله راپور ورکړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۰ کسان د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د راپور له مخې، په قربانیانو کې دوه کسان له کنډوالو ایستل شوي او دوو نورو د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
د دغه وزارت په خبره، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د اوربند له ټينګېدو وروسته هم یو زرو ۶۱۰ فلسطینیان وژل شوي دي.





