د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه په ټولنو کې له عملي ګامونو سره تړلې ده.
ګوتېرېش شنبه د جون پر ۲۷مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه د مذاکراتو په خونو کې نه بریالۍ کېږي.
نوموړي ویلي چې سیمهییز مشران مسوولیت لري څو ډاډ ترلاسه کړي چې د پاکې انرژۍ پر لور د بدلون بهیر چټک، عادلانه او د ټولو لپاره د امنیت، مقاومت او هوساینې ملاتړی وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټينګار کړی چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له دا ډول عملي ګامونو ملاتړ کوي.
ساینسپوهان د فوسیلي سونتوکو ډېره کارونه د اقلیمي بدلون لوی لامل ګڼي او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.





