د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په منځني ختیځ کې د نښتو د پراخېدو په اړه د خبرداري ترڅنګ ویلي چې سیمهییزو کړکېچونو ته هېڅ پوځي حللار نه شته او ډيپلوماسي د نښتو د ختمولو یوازینۍ لار ده.
ګوتېرېش پنجشنبه د جولای پر ۲۳مه په منځني ختیځ کې د جګړو ختمولو او د هرمز تنګي او بابالمندب له لارې په ازاد ډول د سمندري تګراتګ د بېرته پیلېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې: «کله چې اړخونه نظامي حللارو ته پر مذاکراتي حللارو لومړیتوب ورکوي، ملکیان یې ډېره بیه پرې کوي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ملکیانو او زیربناوو بریدونه د نه منلو وړ ګڼلي او خبرداری یې ورکړی چې په سیمه کې وضعیت له کنټروله په وتلو دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړې او په منځني ختیځ کې ترینګلتیاوو، په سیمه کې د جګړې پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دی.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پر ارزونې بوخت دی.





