۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې طالبانو د ساهلرونکو موجوداتو پر انځورګرۍ او عکاسۍ بنديز لګولی، په باميان کې د دغې ډلې والي عبدالله سرحدي د ځان له انځور شوې تابلو هرکلى کړى دى.
په بامیان کې د طالبانو رسنیز دفتر سهشنبه د لیندۍ پر ۲۷مه داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي عبدالله سرحدي په دغه ولایت کې له یو انځورګر څخه د ځان انځور شوې تابلو ترلاسه کړې ده.
طالبانو لیکلي چې په بامیان کې د «فانوس» انځورګرۍ هنري کارځای د عبدالله سرحدي انځور جوړ کړی او له «ماشومانو د هغه د خدمتونو او ملاتړ» په پار یې ورته ډالۍ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده مخکې په کابل کې یو انځورګر د انسانانو د څېرې او ساهلرونکو موجوداتو د انځورولو په تور وواهه او د هغه هنري کارځای یې وتړلو.
طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون پر بنسټ، انځورګري او له ساهلرونکو موجوداتو عکاسي کول «حرام» اعلان کړې ده.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه انځورګرانو خپل هنري کارځایونه تړلي او سختو کارونو ته يې مخه کړې ده.





