۸صبح، پکتیکا: د پکتیکا سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې خبریالان د ساهلرونکو موجوداتو د انځورونو له اخیستلو څخه منع کړي دي.
سرچینو دوشنبه د سلواغې پر ۷مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا پرېکړه تېره اوونۍ په یوې غونډه کې خبریالانو ته اعلان کړې ده.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو ټینګار کړی چې دا پرېکړه د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د قانون له مخې شوې ده.
د یادونې ده چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت ویلي چې دا حکم به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد په لږترلږه ۱۰ ولایتونو کې عکاسيکول او فلم اخیستل بشپړ ډول منع او د یو شمېر رسنیو نشرات یې له ځنډ سره مخ کړي دي.





