۸صبح، پکتیا: پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د محدودیتونو په دوام، سرچینې وايي چې د پکتیا لپاره د طالبانو والي د دغه ولایت په دولتي ادارو کې انځور اخیستل منع کړي دي.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۲۷مه، ۸صبح ورځپاڼې وویل چې د طالبانو والي دا سپارښتنه د دغې ډلې د غایب مشر ملا هبتالله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ کړې ده.
د طالبانو د سپارښتنې له مخې، خبریالان دې د ژونديو موجوداتو پر ځای د ودانۍ انځورونه وکاروي.
پکتیا شپږم ولایت دی چې د طالبانو سیمهییز مسوولان په کې خبریالان او رسنۍ له انځور اخیستلو منع کوي.
له دې مخکې طالبانو په ننګرهار، کندهار، تخار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې دا سپارښتنه عملې کړې وه.





