۸صبح، پروان: د پروان او غزني ولایتونو سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو د دې دوو ولایتونو په دولتي پوهنتونونو کې د انځورونو پر اخیستلو بندیز لګولی دی.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۱۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د پروان پوهنتون ټولې رسمي غونډې له انځور اخیستلو پرته جوړېږي.
د سرچينو په وینا، د پروان پوهنتون د اسلامي ثقافت ډېرى استادان د طالبانو د دغه فرمان مخالف دي.
ورته مهال، په غزني کې سرچینو خبر ورکړی چې طالبانو د دغه ولایت په دولتي پوهنتون کې د انځور پر اخیستلو بندیز لګولی دی.
د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، دا فرمان له يوې اوونۍ راهيسې د غزني په پوهنتون کې پلي شوی دی.
د یادونې ده چې د طالبانو امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپراوي بندیز لګولی دی.
طالب چارواکو له دغه بندیز سره جوخت څو ورځې مخکې خوست، ننګرهار او لغمان ته د خپلو سفر پرمهال خبریالانو ته د انځور اخیستلو اجازه نه وه ورکړې.
څو ورځې مخکې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت له خپلې وېبپاڼې څخه د ژوندیو موجوداتو انځورونه لرې کړي وو.





