د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د هېواد په سیاست کې یو له وتلو او بحث پاروونکو شخصتیونو دی، د افغانستان د معاصر تاریخ په یوه حساس پړاو کې یې مهم رول لوبولی دی. که څه هم چې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې یې د سیاسي نظم د رامنځته کولو او د ملي یووالي د ساتلو لپاره مهم ګامونه پورته کړل، خو د طالبانو او بېلابېلو سیاسي بهیرونو پر وړاندې د هغه دریځونو او چلندونو نوموړی له تناقضونو پر یوه ډک شخصیت بدل کړی، چې لا هم پرې نیوکې کیږي او په تړاو یې بېلابېلې شننې شته.
د کرزي یوه له مهمو لاسته راوړنو په ۲۰۱۴ کال کې بل منتخب ولسمشر ته د واک سوله ییز لېږد و. دغه لیږد د افغانستان په سیاسي تاریخ کې چې د لسیزو جګړو او ګډوډیو شاهد و، ځانګړې اهمیت درلود او ډیموکراټیکو بهیرونو، ټاکنو او د قانون حاکمیت ته د درناوي د یوې نښې په توګه ثبت شو. ډېری کتونکو د هغه دا اقدام په هغې ټولنه کې د واک د سوله ییز لیږد د کلتور د بنسټیز کولو پر لور یو ګام وباله چې ډېره کمه له داسې سوله ییز لیږد سره مخ شوې ده.
خو د کرزي دریځونه که د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې وو او که ان تر هغې وروسته په ځانګړې توګه د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د ډېری ډیموکراتیکو ځواکونو لپاره د منلو وړ نه و. هغه هڅه کوله چې طالبان د هېواد د سیاسي او ټولنیز واقعیت د یوې برخې په توګه په سولې بهیر کې شامل کړي او په وار وار یې طالبانو ته د «وروڼو» او «افغانانو» خطاب وکړ او هغوی ته یې د خبرو اترو او پخلاینې بلنه ورکړه. د طالبانو پر وړاندې د کرزي دغه خوشبینانه چلند له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شو؛ ځینې پر دې باور وو چې دا ډول سیاستونه په غیر مستقیم ډول طالبان پیاوړي کوي او دې ډلې ته مشروعیت ورکوي چې د دولتي او ډیموکراټیکو جوړښتونو د کمزورتیا لامل کیږي.
کله چې په دوحه کې د طالبانو او متحده ایالتونو ترمنځ مستقیمې خبرې پیل شوې، کرزی په ځانګړې ساده لوحۍ سره هیله من و، چې دا خبرې به د بهرنیو ځواکونو د نظامي حضور د پای او د طالبانو په ګډون د یو ګډ حکومت رامنځته کېدو ته لار هواره کړي. هغه هڅه کوله چې په نړيوالو غونډو او له طالبانو سره په ګډو ناستو په ځانګړې توګه د مسکو په غونډو کې د طالبانو مشروعیت پیاوړی کړي. ښایي هغه غوښتل چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او طالبان ډیموکراتیک بهیر ته شامل شي، خو هغه څه چې روښانه دي، دا دي چې کرزي د طالبانو د جوړښتونو د پیچلتیاوو او د دې ډلې د ایډیالوژۍ په تړاو کافي درک نه درلود. پر حامد کرزي دا لګیدلی تور لاهم پر خپل ځای دی چې هغه هڅه کوله د طالبانو په عادي کولو سره، د یوې لنډمهالې ادارې له لارې بېرته واک ته د ځان د راستنېدو زمینه برابره کړي. د تاریخ په یاد دي چې حامد کرزي په مسکو کې په یوې له دغو غونډو کې د یوه طالب جنایتکار ملا تر شا لمونځ وکړ. په داسې حال کې چې د دین له صریحو نصوصو سره سم، د هغه چا تر شا چې ان د جنایت او ګناه شک پرې کېږي، لمونځ کول شرعي جواز نه لري.
کرزي په دا ډول سادها اقداماتو سره چې له یوه منتخب ولسمشر سره نه ښایېدل، وښوده چې د خپل تاریخي مقام پر ارزښت او اهمیت نه پوهېږي او د افغانستان د ډېری سیاستوالو په څېر د ورځنیو چارو ښکار شوی دی. واقعیت دا دی چې په نورو هېوادونو کې کله چې یو منتخب ولسمشر یا لومړی وزیر له واکه لاس اخلي، له عملي سیاست سره د تل لپاره مخه ښه کوي او خپل پاتې عمر یا پر لیکلو او تدریس تېروي یا په یوه بله برخه کې د سلاکار او کارکوونکي په توګه خپل بخت ازمویي. د افغانستان سیاسي دود لږ تر لږه د دغه هېواد له جوړېدو راهیسې داسې پاتې شوی چې سیاستوال د مور له ګېډې سیاستوال پیدا کېږي او له سیاست سره قبر ته ځي. کرزی هم له دې چارې استثنا نه و او په ۲۰۱۴ کال کې چې د هغه د ولسمشرۍ دوره پای ته ورسېده، د نوموړي اقدامات دا په ګوته کوي چې هغه غواړي لاهم سیاستوال پاتې شي او څوک څه پوهېږي چې کېدای شي غواړي بیا هم په لوړ مقام کې د واک خوند وڅکي.
البته، په لومړي ځل واک ته د بیا راستنېدو لپاره د کرزي ټولې هیلې هغه مهال لمنځه ولاړې کله چې اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه له هېواده وتښتېد؛ ځکه طالبان په چټکۍ سره ارګ ته ننوتل او بې له دې چې له پخوانیو سیاسي مشرانو سره د جوړجاړي اړتیا احساس کړي د افغانستان برخلیک یې په لاس کې واخیست.
د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته، کرزي پرېکړه وکړه چې په کابل کې پاتې شي او لا هم هیله لرله چې د طالبانو د مشرتابه په کچه په ځانګړې توګه له ملابرادر سره د خپلو اړیکو له لارې په طالبانو کې د واک په جوړښت کې رول ولوبوي. خو د هغه د تمې اپوټه، طالبانو نه یوازې دا چې هغه ته کوم امتیاز ورنه کړ، بلکې پر هغه یې سخت محدودیتونه ولګول او هغه یې تر بشپړ کنټرول لاندې راوست.
داسې برېښي چې کرزی لا هم هیله لري چې په طالبانو کې په نفوذ سره، د لویې جرګې د جوړېدو زمینه برابره کړي، څو له دې لارې یو داسې ګډ حکومت رامنځته کړي چې په سر کې یې دی وي. خو د منتقدینو په وینا، یا کرزی لېوالتیا نه لري چې د طالبانو واقعي ماهیت درک کړي یا نه غواړي له تحلیلي پلوه د دې ډلې د ایډیولوژیک، افراطي او ځپونکي جوړښت پوره درک پیدا کړي.
لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د هغه او ډاکتر عبدالله عبدالله د کتنې یو عکس خپور شو چې د هغه اووه کلنه لور هم په دې کتنه کې حاضره ده. د کرزي دا اقدام د ځینو لورو لخوا د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو پر وړاندې د اعتراض یو سمبولیک حرکت وګڼل شو. طالبانو ښځې له ټولو عامه چارو محرومې کړې دي او په دې کتنه کې د کرزي د لور حضور د ډېرو خلکو لپاره د طالبانو پر وړاندې د یو ارام مقاومت په معنا تفسیر شو، خو اصلي خبره دا ده چې کرزی ۱۴ کاله ولسمشر و او هغه څوک چې د ښځو پرحقونو باورلري، په دغو ۱۴ کلونو کې خپله مېرمن له خلکو نه پټوي. زینب کرزي په دې موده کې د کرزي ترڅنګ ونه لیدل شوه. هغه عکس چې کرزی له خپلې لور سره د مجلس په سر کې ښکاره کوي، که د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د اعتراض په موخه خپور شوی، نو ښه به وای چې لور او مېرمن یې هممهاله د هغه ترڅنګ لیدل شوې وای.
که څه هم د هغه د لور د عکس خپرېدل د ځینو له نظره د ستاینې وړ کار و، خو منتقدین یې پر دې باور دي چې دا ډول سمبولیک حرکتونه د کرزي په کارنامو کې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او د دې ډلې د عادي کولو تور داغونه نه شي پاکولای.
داسې ښکاري چې یوازینی لار چې کرزی یې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په اصولو باندې د خپلې ریښتیني ژمنتیا د زبات لپاره لري، د افغانستان د ډیموکراتیک مقاومت ملاتړ دی او د طالبانو د سولې غوښتنې له توهمه د هغه ځان خلاصول دي. دا ډلې هڅه کوي چې طالبان په رسمیت ونه پېژندل شي او نړۍ ته وښيي چې افغانستان د یو ډیموکراټیک او ولس محوره نظم ته اړتیا لري، نه د طالبانو په څېر افراطي او ځپونکي حکومت ته. که کرزی پریکړه وکړي چې له دغو ډلو سره یوځای شي، ښایي وکړای شي خپل له لاسه ورکړی باور تر یوه بریده بیرته ترلاسه کړي او ډیموکراسۍ ته د افغانستان د بېرته راستنېدو پر لور یو مثبت رول ولوبوي. البته د یادونې وړ ده چې کرزی لکه نور کسان ډېرې مثبتې او منفي کارنامې لري او دا خبرې او هر ډول نقدونه چې پرې کېږي، د هغه د مثبتو کارنامو د له پامه غورځولو په معنا نه دي.





