۸صبح، کابل: د فراه سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر سرپرست وزیر محمدخالد حنفي دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له خلکو غوښتي چې د دغې ډلې د «دښمنانو په تبلیغاتو» باور ونه کړي او له رژیم یې ملاتړ وکړي.
حنفي یکشنبه د لړم پر ۲۰مه په یوې غونډه کې ویلي چې د طالبانو «دښمنان» د رسنیو له لارې د دغې ډلې رژیم بدناموي.
هغه یو ځل بیا د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.
نوموړي طالب وزیر مخکېنی دولت له فساد، تښتونو او منکراتو ډک بللی دی.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د طالبانو وزیر تېره ورځ هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له خلکو غوښتي و چې د قوانینو په پلي کېدو کې له دغې ډلې سره متحد شي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر هېوادوالو سخت محدودیتونه لګېدلي، خو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر نوي قانون له توشېح وروسته پر ولس د دغې ډلې بندیزونه ډېر شوي دي.
د طالبانو دا قانون د ډېری هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیز حقونه په نښه کړي دي.





