۸صبح، میدانوردګ: ځايي سرچینې وايي چې د میدانوردګ، بامیان، غزني او دایکندي ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې لارې د درنې واورې ورښت له امله بندې شوې دي.
سرچینو یکشنبه د مرغومې پر ۳۰مه ویلي چې د واورې ورښت د دغه ولایت د بهسود، دایمیرداد، چک او چغتو ولسوالیو نښلونکې لارې بندې کړې دي.
ورته مهال، په بامیان کې د طالبانو د ټولګټو ریاست د دغه ولایت د اووه ولسوالیو او مرکز ترمنځ د مواصلاتي لارو د بندېدو خبر ورکړی دی.
بل خوا، په دایکندي کې د طالبانو رسنیز دفتر زیاته کړې، هغه لارې چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د دایکندي له مرکز نیلي ښار سره نښلوي، بندې شوې دي.
همداراز، د غزني په جاغوري، مالستان، اجرستان، ناوه او ګیرو ولسوالیو کې د درنې واورې ورښت له امله لارې بندې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د واورې ورښت له امله له پرون راهیسې په هېواد کې یو شمېر لویې لارې بندې شوې دي.





